افغانستان

د ښار جوړولو وزارت: هېڅوک د خپلسرو ودانیو جوړولو حق نه لري

د کور او ښار جوړونو وزارت مسوولین وایي چې وزارت هوډ لري، په ټول هېواد کې د خپلسرو ودانیو د جوړولو مخنیوي وکړي.
لوګر کې د دغه وزارت د ریاست رئیس مولوي مطیع الله زاهد ويلي، چې تخنیکي ټیم یې د دې ولایت د ښاروالۍ له استازو سره په ګډه پل علم ښار کې په خپلسري ډول د یوه سوادګریز مارکېټ د جوړېدو مخنیوی کړی. ښاغلی زاهد زیاتوي، د مارکېټ د جوړېدو پر مخنیوي سربېره یې ترسره شوي کارونه هم ویجاړ شوي دي.د یادونې وړ ده، چې ښار جوړونې وزارت په ښاري معیارونو برابر او د نقشې مطابق د ښارونو جوړلو په موخه پلازمېنه او ټولو ولایتونو کې د خپلسرو او غیرې قانوني تاسیساتو جوړېدو مخنیوی کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button