تاریخ او جغرافیهلیکنې

د کب ۲۴ مه

د تاريخ په اوږدو کې د اهل حق او اهل باطل تر منځ خورا لويې خونړۍ شخړې او جګړې را منځته شوي دې دا ځکه چې اهل باطل کله ميدان ته را ووځي او د اهل حق په وړاندې د درېدلو اراده وکړي اهل حق بې تفاوته نسي پاتې کېدلای او پر ځان باندې د اهل باطل حاکميت نسي زغملای له همدې امله کله چې کمونيستانو د نورمحمد ترکي په رهبرۍ پر سردارمحمد داود کودتا وکړه او په هېواد کې يې کمونيستي کفري نظام حاکم کړ د نورو سيمو غوندې د هرات مسلمان او مجاهد ساتونکي ولس هم پاڅون وکړ او د حوت په ۲۴ – ۲۵ – ۲۶ ورځو کې يې د کمونيستانو سره په کولنګ، بېلچې او لرګيو په ايماني جذبه خورا کلکه جګړه وکړه او د هراتيانو ايماني قوت او قرآني ولوله يې نړيوالو ته په ننداره کېښودله، د هماغه پاڅون نتيجه وه چې د هيواد په ټولو برخو کې د منحوس کمونيستي نظام پر ضد افغانان را وپارېدل او کمونيستي نظام يې د اشغالګرو روسانو سره پړمخي نسکور کړ.
په ياد پاڅون کې چې درې ورځې يې دوام وکړ تقريبا پنځه ويشت زره افغانان په شهادت ورسېدل خو مقابل لوري يعنې کمونيستانو ته هم خورا ډېر ځاني او مالي زيانونه واووښتل.
ياد پاڅون د کمونيستانو بربريت او مسلمانو افغانانو ايماني قوت په اثبات ورساوه او دا يې په ډاګه کړه چې افغانان بېله اسلامي نظامه بل هېڅ نظام نسي منلای او د هېڅ ظالم په وړاندې بې تفاوته نسي پاتې کېدلای.
له بده مرغه چې د روسانو د وتلو وروسته د شهيدانو آرمانونه پوره نه شول بلکې د هغه وخت رهبرانو په خپل منځ کې د جګړو په پيلولو هېواد د بل ناوړين خيټې ته ور ټېل واهه خو الله تعالی نه خوښتل د شهيدانو ويني د تل لپاره هدر او بې ګټې پريږدې ځکه يې نو د څو لسيزو وروسته پر هېواد اسلامي نظام اسلامي امارت حاکم کړ او د زرګونو شهيدانو آرمانه يې پوره کړه.
يا الله همدا اسلامي نظام راته سمبال او تل پاتې ولره.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *