په رګ رګ کې په څېر د ژوندانه به دې لوستم
چې سترګې به دې پټې کړې په زړه به دې لوستم
نظر به دې زما په قد کې ښخ و چيرته نه تلی
کلام نه وم د خدای خو په لمانځه به دې لوستم
ما وبښه چي تېرې خاطرې مي در په زړه کړې
د سترګو بند کتاب ومه خو نه به دې لوستم
په تا و بخالت د مینې پای ته رسېدلی
را پټ به دې کړم لاندې تر باڼه به دې لوستم
د چا ورېښمینه غېږ کې به وم پاڼې غوړېدلی
لوستم دې د سپوږمۍ په ځنګانه به دې لوستم
د ذهن په هنداره به دې رسم کړم په اوښکو
په سيوري کې د ښکلي بېلتانه به دې لوستم
له تا به شفاعته لکه لمر غرونو کي پټ سوم
ناهيلی د غزل په دېواله به دې لوستم
شفاعت ریحان