ټولنه اوکلتورلیکنې

د کتـاب ننــدارتـون ارزښـت

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند بيهقي کتاب خپرولو رياست له لوري د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت دکب په۲۰مه د پلازمېنې کابل ښار د ده افغانانو په سيمه کې د قران کريم او کتابونو نندارتون پرانيستل شو. د ياد وزارت د خپرونو چارو معين مولوي حيات الله مهاجر فراهي د ياد نندارتون د پرانيستنې پر مهال وويل،چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د مطالعې کلتور ودې او ناشرانو ملاتړ ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.همدارنګه د بيهقي کتاب خپرولو رياست مشر عبدالعليم ځانواک مفتي زاده وويل چې د تېر يوه کال په لړ کې د دغه رياست له لوري د هېواد په کچه دا د کتابونو دوولسم نندارتون دی، چې د روژې مبارکې مياشتې تر ۳ مې ورځې به دوام وکړي.کابل ښاريانو، چې له دغه نندارتون څخه ليدنه کوله د ياد نندارتون له پرانيستل کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا يې په هېواد کې د مطالعې کلتور د ودې او دودولو لپاره مهم ګام وباله. خصوصي ناشرانو هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دغه اقدام څخه ستاينه وکړه او دا نندارتون يې کتابونو ته د بازار موندنې ښه فرصت وباله.څو ورځې مخکې هم په زرنګار پارک کې د کتابونو نندارتون پرانيستل شوی و.د کتاب په لوستلو سره که ديني وي او ساينسي زموږ تجربه او معنوي پانګه ډېرېږي او په داسې حالت کې ټولنې ته خدمت کولی شو.زموږ په زمانه کې د علم څانګې د پنځوسو تېرو کلونو په پرتله په سلګونو ځله ډېرې شوي دي.همدې حقيقت ته په کتو سره هرکال د کتاب اوونۍ لمانځل کېږي. زموږ په هېواد کې د فرهنګي،نشراتي مرکزونو او کتاب پلورونکو او چاپوونکو له خوا د پرتمينې غونډې جوړېږي. په تېرو نندارتونونو کې ښځينه وو هم کتابونه او نور فرهنګي مواد نندارې ته وړاندې کړي وو،چې په دې کار سره د کتاب مينوالو نجونو او ښځينه و ته هيله مندي پيدا شوه او د اسلامي امارت څخه يې د کتاب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه،چې وتوانېږي د هغو ښځينه وو لاسنيوی وکړي،چې کتاب ته لاسرسی نه لري.د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بيهقي کتاب خپرولو رياست د ۲۰ کلونو په اوږدو کې د کتاب د چاپولو او دودولو برخه کې خپلې بوديجې ته په کتو سره ډېر زيار اېستلی دی.دغې ادارې په بېلا بېلو څانګو کې داسې ګټور او ارزښتناکه کتابونه چاپ کړي،چې د ګاونډيو هېوادونو له کتابونو سره سيالي کولی شي.ستونزه په دې کې وه،چې بيهقي په ډېرو لږو امکاناتو کتابونه په لږه کچه چاپول،نو ځکه د بيهقي کتاب ادارې او همداسې نورو برخو پرمختګ ونه کړ. د وخت حکومتونو هم د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره،چې فرهنګپال او اديبان وده وکړي چندان لېوالتيا نه لرله.دا بهير تر ننه پورې دوام لري.د اطلاعاتو او کلتور وزارت،د بيهقي کتاب رياست،نشراتي او فرهنګي څانګې ډېرې ارزښناکه ادارې دي،چې د افغانستان کلتور د بډای کولو لپاره هلې ځلې کوي؛نو اړتيا ده،چې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په تېره بيا کتاب خپرولو بيهقي رياست،ورځپانو او نورو مطبوعاتي څانګو غښتلي کولو ته پاملرنه واړوي،تر څو وتوانېږي د خپلو کارکوونکو کاري ظرفيتونه لوړ کړي،چې د ګاونډيو هيوادونو له چاپ،ورځپاڼو او نورو مطبوعاتي برخو سره سيالي وکړای شي.اوس زموږ د کتاب چاپولو کچه ډېره ټيټه ده.دا په داسې حال ده،چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بيهقي او نورو خصوصي چاپ شرکتونو د ګاونډيو هيوادونو سره سيالي کولی شي.ښه بېلګه يې هغه کتابونه دي،چې بيهقي ادارې چاپ کړي دي.زموږ د خلکو اقتصاد کمزوری او د کتابونو بيه لوړه ده،چې لږ کسان يې د پېرلو توان لري.په دې برخه کې هم بايد بدلون راوستل شي،چې زموږ ځوانان او د کتاب مطالعې مينوال وتوانېږي خپل د علاقې وړ کتابونه په آسانه او ارزانه بيه ترلاسه کړای شي.د نړۍ د پرمختللو هېوادونو خلک د کتاب سره ډېره لېوالتيا لري او کوم شيان،چې له کتاب څخه زده کوي هغه په عملي ډګر کې پلي کوي.د دغو دولتونو او خصوصي سکتور له خوا د مطالعې مينوالو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شوي.کله،چې د يوې ټولنې وګړي بېلابېلو علمي،ادبي او هنري کتابونو ته لاسری ونه لري، نه شي کولی پرمختګ وکړي.سربېره پر دې زموږ د ځوانانو مينه هم له کتاب سره لږه ده.له لسو ځوانانو اته کسان يې انترنت ته لاسرسی لري،خو ډېريې له مطالعې بې برخې دي .که دغه ځوانان د کتاب لوستلو او مطالعې خوا ته پاملرنه واړوي، کېدای شي خپلې ټولنې ته خدمت وکړای شي.ډېر کتاب پلورونکي له دې کړېږي،چې ځوانان دومره لېوالتيا له کتاب سره نه لري.ورځې تېرې شي،چې وتوانېږي څو کتابونه وپلوري.دغه کتاب پلورونکي ډېرښه ديني،ادبي،تاريخي،فلسفي،ټولنيز او ساينسي کتابونه په واک کې لري،چې ماشومان او ځوانان ترې ګټه پورته کړي.سربېره پر دې د اطلاعاتو او کلتور وزارت عامه کتابتون او همداسې نورې کومې څانګې،چې دکتابونو برخه کې فعاليت لري ډېر کتابونه په واک کې لري؛خو د دغو ادارو د مسئولينو په اند لږ ځوانانون کتابتونونو ته د مطالعې لپاره ورځي.د علومو په هره برخه کې،چې ځوانان مطالعه وکړي تجربه او پوهه يې ډېرېږي.په داسې يوه حالت کې دوی کولی شي په ښه توګه کار وکړي.سر بېره پر دې ښوونځي او د لوړو زده کړو پوهنتونونه هم ډېر ارزښنناکه او د علمي او ديني کتابونو د زده کولو مرکزونه لري.زده کوونکي او محصلين که چېرې ښوونځي او پوهنتونونه په اکاډيمکه توګه بشپړ کړي ډېر پرمختګ کولي شي،له زده کړې بشپړولو وروسته ورته د کار زمينه برابرېږي.ځوانان د ټولنې د پرمختګ محرکه قوه بلل کېږي.د ځوانانو له کار او شتون څخه پرته پرمختګ او ترقي نه شي راتلای؛نو اړتيا ده،چې ځوانانو ته د آسانتياوو او امکاناتو په برابرولو کې هڅه او هاند وشي.هغه اداره،چې د کتاب ليکلو او خپرولو زيار باسي د افغانستان د علومو اکاډيمۍ اداره ده،چې په سلګونو ليکوالان په بېلابېلو علمي څانګو کې کتابونه ليکي.کوم کتابونه،چې د دغې ادارې له خوا خپرېږي ارزښتناکه او له علمي پلوه ګټور کتابونه دي.په دغې اداره کې يو ډېر معتبر د مطالعې کتابتون شتون لري،چې ليکوال د خپلو آثارو په بډاينه کې ترې ګټه پورته کوي.اړينه ده،چې د ځوانانو د پوهې د لوړولو لپاره د کتاب يو عصري پلورنځی هم جوړ شي،چې د علم غوښتونکي وتوانېږي د اړتيا وړ کتابونه ترلاسه کړای شي.د افغانستان د علومو اکاډيمۍ اوس ستندرد د کتاب پلورنځی په واک کې نه لري .چاپ شوي کتابونه د پلور لپاره په دوديز ډول وړاندې کېږي.دغه اداره دنده لري،چې يوه معياري او ستندرد د کتاب پلورنځۍ جوړه کړي،چې هرڅوک په مينه ورشي.په دې کار سره د افغانستان دعلومو اکاډيمۍ نوم او شهرت هم لوړېږي او هم د ځوانانو لېوالتيا دکتاب اومطالعې سره ډېرېږي.د افغانستان سترو ليکوالو د افغانستان د علومو اکاډيمۍ غړيتوب لرل،د کتاب لوستلو او کتاب ليکلو له لارې نوميالي اوبريالي شول،چې اوس د هېواد په تاريخ کې ځلانده نوم لري.زموږ ټولنه هغه مهال پرمختګ کولی شي،چې خپل ماشومان د علم او زده کړې په ګاڼه سمبال کړو.

نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button