افغانستاناقتصاد او رغونه

د کندهار ښاروالۍ په عوایدو کې ۸۵ سلنه ډېروالی راغلی

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغې ادارې عواید ۸۵ سلنه لوړ شوي چې ورسره په کندهار ښار کې د بيارغونې کارونه هم ډېر شوي دي. د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول ویلي، سږ کال ښاروالۍ ۴۳۳ میلیونه ۲۹۷ زره او ۱۱۰ افغانۍ عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه عواید ۴۵ میلیونه ۷۵۶ زره او ۳۸۶ افغانی وو. هغه زياته کړه په دې توګه سږ کال د کندهار ښاروالۍ په عوایدو کې ۸۵ سلنه ډیروالی راغلی چې لامل یې په بشپړه روڼتیا د عوایدو راټولول او دغه راز پر خلکو د پاتې جریمو او باقیاتو تصفيه کول دي. نوموړی وايي، دغه عوايد د کورونو او نورو ودانیو د صفايي، د ښاروالۍ ملکیتونو د کرایې، د تفریحي پارکونو او نورو ځایونو د قراردادونو، د مخابراتي شبکو انتنونو د کرایې، د سړک غاړې لوحو د اعلاناتو ،د جوازونو د ملکيت سندونو، د سړک غاړې له پلورونکو جریمو پخوانیو باقیاتو او نورو راټول شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button