افغانستاناقتصاد او رغونه

د سرای شمالي پر چوک د څه باندې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت یو ښکلی سمبول جوړېږي

د کابل ښاروالۍ د ملت سټیل د اوسپنې ویلې کولو کارخونې په همکارۍ د سرای شمالي پر چوک د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښکلی سمبول جوړوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبيب الرحمن منصور د دغه سمبول د چارو د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او فرهنګي چارو رياست د ملت سټيل اوسپنې ویلې کولو کارخونې په همکارۍ د دغه ښکلي سمبول د جوړولو کار پيل کړ.
منصور زیاته کړه، چې دې ته ورته د ښکلا چارې به د کابل ښار په نورو مهمو برخو کې هم پلي کړي.
نوموړي دغه راز له نورو سوداګرو هم وغوښتل، چې د ښار په آبادۍ او ښکلا کې ونډه واخلي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رئیس قاري ولي جواد وویل، چې د سرای شمالي چوک کې د ښکلا سمبول پر جوړولو سربېره؛ د ګلانو د ګلدانونو جوړول، چمن کرل، د اوبو، د آرائشی څراغونو نصبول او نورې چارې شاملې دي، چې چارې به یې د ۲ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *