د کونړ مناګي برېښناکوټ د ترمیم چارې پیل شوې
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کونړ د مناګي برېښنا کوټ د اساسي بیار رغونې پیل شوې دي.
د کونړ ولایتي ادارې په هڅو د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه پلاوي په ځانګړې سپارښتنه او پاملرنه، د کونړ ولايت د مناګي برېښناکوټ د اساسي رغونې چارې وړمه ورځ د ۶،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت… 7مخ
مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني، د برېښنا شرکت رییس شهاب الدین یاسر، علماوو د شورا استازو، قومي مشرانو او امنیتي مسوولینو له خوا پیل شوې دي.د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني ویلي چې دا د اسلامي امارت منسوبینو او ولسونو لپاره ښه زیری دی، چې د دغې فابریکې چارې بیا پیل او ولسونه به له برېښنا برخمن شي.ورته مهال د کونړ د برېښنا رییس شهاب الدین یاسر ویلي:« مرکزي ادارې مناګي برېښنا کوټ ته زیاته پاملرنه کړې، تخنیکي ډله یې رالېږلې او په جدیت سره چارې دوام لري، چې په نږدې څلورو میاشتو کې به بشپړې شي.