راپورونه

کابل ټايمز ورځپاڼه ۶۲ کلنه شوه يادې ورځپاڼې په دغه مزل کې څه کړي او مسوولين يې په اړه څه نظر لري؟

شریعت: کابل ټايمز ورځپاڼه چې له ۶۲کلونو راهيسې خپرونې لري، نن يې دريشپېتم کال هم پيل کړ. په دې اړه مې د يادې ورځپاڼې د تصحيح برخې له يوه غړي محمد داود نجرابي سره خبرې کړې او د ۶۲ کلن پرمختګ لامل مې ترې پوښتلی، چې په اړه يې داسې وايي: کابل ټايمز ورځپاڼې تل هغه حقايق خپاره کړي، چې عام ولس يې شاهد دی، يانې د لوستونکي او ليکنې ترمنځ د شک او شبهې ځای نه لري او پر وخت يې تر خلکو رسولي دي، خو نوموړي يې د تشکليل د کمښت يادونه هم وکړه، د ده په وينا پخوا يې کارکوونکي ۳۰ تنه خو اوس يوازې ۵ پاتې دي. 7مخ
د يادې ورځپاڼې له اوسني مسؤل مدير نېک محمد نېکمل سره مو هم په دې اړه خبرې وکړې، ښاغلي نېکمل وايي چې اوس موږ ټوله اوونۍ خپرونې لرو، چې دوه ورځې چاپي او نورې ورځې انلاين وي، خو د خوښۍ ځای دادی، چې په دې وروستيو کې کې لوستونکي ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، نوموړی وايي،له دې څخه مو ستر هدف نړۍ ته د افغانستان رښتينی انځور ښودل دي او دې برخه کې مو پرمختګ هم کړی دی، خو د کم تشکليل لامل د دې برخې له رياسته امريت ته بدلون او د مسلکي کارکوونکو نشتون ګڼي. ښاغلي نېکمل دا هم ويلي، په راتلونکي کې هڅه کېږي ياده ورځپاڼه تر نورو هېوادونو ورسېږي او په دې برخه کې کار روان دی.
د دې ورځپاڼې د ۶۲ مې کليزې په وياړ د هېواد ځينو سياسي او مشهورو څېرو پيغامونه هم رالېږلي، چې له ډلې يې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه د يادې ورځپاڼې په اړه ويلي: په افغانستان کې لومړنۍ انګليسي ورځپاڼه ده، چې په ۱۹۶۲ م کال کې يې په کابل کې په نشراتو پيل وکړ، دا دهېواد يو له مهمو چاپي رسنيو څخه ده، چې هره ورځ د افغانستان په اړه معلومات په انګليسي ژبه د هغو کسانو لپاره خپروي چې په انګليسي ژبه پوهېږي په ځانګړي توګه بهرنيان، مسئولين او نور کارکوونکي يې ژمن دي چې لوستونکو ته په انګليسي ژبه کره او مفصل معلومات وړاندې کړي.
ښاغلي وزير زياته کړې، چې رسنۍ دنده لري خلک د نړۍ له مهمو پېښو او جرياناتو خبر کړي، او د دې ورځپاڼې کارکوونکو نړۍ ته زموږ د هېواد په ورپېژندلو کې مهم رول لوبولی دی. زه د کابل ټايمز ورځپاڼې د ۶۲مې کليزې په مناسبت د دغې ورځپاڼې مسئولينو او کارکوونکو لپاره د خدای (ج) څخه برياليتوب غواړم او هيله لرم چې دغه ورځپاڼه د افغانستان اسلامي امارت پاليسي خپلو خلکو او نړيوالو ته په ښه توګه ورسوي.
د افغانستان د نشراتو معيين مهاجر فراهي يې په اړه ويلي: کابل ټايمز ورځپاڼه په حقيقت کې د افغانستان يوازينی ژغ دی چې په انګليسي ژبه خپرونې کوي او ۶۲کلنه شوه او د خپل فعاليت په دوران کې يې د هېواد مهم مطالب خپاره کړي،په افغانستان پېژندنه کې يې له نړيوالو سره مرسته کړې ده. اسلامي امارت په ټوليز ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کابل ټايمز اهميت ته متوجه دی هڅه او کوښښ کېږي، چې ياده ورځپاڼه نور هم معياري شي،ګټور او تازه مالومات په کې نشر شي، په څانګړي توګه هغه مالومات چې له افغانستانه د باندې بهرني سياستوال،محللين يا مبصرين غواړي د افغانستان په موضوعاتو که په هره برخه کې پوه شي، موږ هڅه کوو په هماغه برخه کې د دوی لپاره نشرات ولرو،زه د کابل ټايمز ټولو زيارکښو فعالينو ته مبارکي وايم او د لا زيار کار خدمت دعا ورته کوم.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد يې دې وروستي دوه نيم کلن مزل چې په برياليتوب سره په مخ تللی څارلی او وينو د افغانستان له حالاتو څخه يې ډېره ښه ترجماني کړې ده، په انګليسي ژبه کې يې خپل مخاطبين له معلوماتو سره ساتلي او بل داچې ډېر دقيق راپورونه او موضوعات يې تر بحث لاندې نيولې چې د ستاينې وړ دي، په عمومي د دوی دغه ۶۲ کلنې کليزې ته مبارکي وايوو او غواړو چې د افغانستان د خلکو اصلي څېره او اړتياوې ټولې نړۍ ته ښکاره کړي، لايې هم په چارو کې پرمختګ او توفيق غواړو ، ټولو کارکوونکو او مشرتابه يې ستاينه کوو، چې د امارت او افغانستان د خلکو په خدمت کې دي او د افغانستان له حالاتو يې ډېره ښه ترجماني کړې ده.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي مرستيال عتيق الله عزيزي يې په اړه بيا داسې وايي: د ۶۲مې کليزې له امله د کابل ټايمز چلوونکو، مسئولينو کارکوونکو مينه والو او لوستونکو ته مبارکي وايم، واقعاً ياده ورځپاڼه د افغانستان په تاريخ کې ښه سابقه لري او په کال ۱۹۶۲ د افغانستان لومړنۍ انګرېزي ورځپاڼه تاسيس شوه که څه هم ډېر انقلابونه تراژېدۍ او ستونزې به يادې ورځپاڼې ليدلې وي، خو بيا هم الحمدالله تر دې دمه پورې راورسېدله، اميد لرو نور هم د بريو او کاميابيو په درشل پښې کېږدي او کار کوونکي يې نور هم د معياريتوب صحافت او دقت خواته پاملرنه وکړي،ياده ورځپاڼه ما ډېر مخکې تقريبا دوه لسيزې ليدلې وه او اوس يې چې ګورم، ډېر تغييرات په کې راغلي او ورځ تر بلې د بهبود په لرو ګام وړاندې کوي،له همدې امله يې په ۶۲ کلن مزل کې خپل قدامت او ارزښت خپل کړی، ښاغلی عزيزی وايي چې د ورځپاڼو اهميت په همدې کې دی، چې پر حقايقو ولاړه وي او هر ډول خپرونې يې کره وي،.
په قطر کې د افغانستان د سياسي دفتر رييس سهيل شاهين، چې د همدې ورځپاڼې مسؤل مدير هم پاتې شوی،وايي، کابل ټايمز د هېواد په دولتي رسنيو کې ځانګړی ځای او اهميت لري، په روانه او سليسه انګليسي ژبه نړۍ ته د هېواد د حالاتو د عيني انځور او رسمي دريځ د رسولو کاميابه هڅه کوي، د نشر لپاره ښه موضوعات انتخابوي او پر ځای تحليلونه لري، د لابرياليتوب په هيله د کابل ټايمز ۶۲کليزه دې ټولو ته مبارک وي
۱۳۴۰، د حوت اتمه يا ۱۹۶۲ کال د فبروري، ۲۷مه هغه ورځ وه، چې کابل ټايمز د نشراتو برخه کې ايجاد شوه. دغه ورځپاڼه د ظاهر شاه په دولت او د داود خان په صدارت کې د صباح الدين کشککي تر رياست لاندې تاسيس شوه، چې هغه وخت به په اوونۍ کې دوه يا درې ځله چاپېده او تقريبا دوه کاله وروسته يې د ورځپاڼې نوم ترلاسه کړ او هره ورځ به چاپېده. د وخت اړتيا ته په کتلو، چې هغه بهرنيانو چې افغانستان ته يې خپل تګ – راتګ زيات کړی و او د دې هېواد په اړه يې کامله پوهه نلرله. د مسوولينو په وينا هغه وخت فقط د کابل راډيو په نامه يوه رسنۍ وه، چې په پښتو او دری به يې خپرونې لرلې او انګليسي ژبه کې کومې رسنۍ فعاليت نه درلود، نو اړتيا پيدا شوه چې کابل ټايمز انګليسي ورځپاڼه منځ ته راشي،اوس دغه ورځپاڼه د داخلي ادارو سربېره په سفارتونو او هوايي ډګرونو کې هم ډېر مينه وال او لوستونکي لري. تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *