سرمقالې

رمضان د صبر، ورورګلوۍ او خواخوږۍ میاشت!

داده د کال دوولسو میاشتونه یو ځل بیا پر موږ هغه میاشت راغله چې سرکښ شیطانان پکې تړل کیږي، د دوزخ دروازې بندیږي او څښتن تعالی پر خپلو بندګانو رحتونه اوروي او مغفرت ورته کوي. په دې میاشت کې هر مسلمان امیر او فقیر، سړي او ښځې ته د تندې او لوږې ګاللو او له نور هوسونو د ځان ساتلو توصیه شوې او په دې توګه د نورو اړمنو خلکو له حاله د خبرېدو بشپړ عملي درس ورکول کیږي. ترڅو ددغې میاشتې د روژو په نیولو سره هغه کسان هم د لوږې له کړاوه خبر شي کوم چې تېرو یوولسو میاشتو کې یو وخت هم بې خوراکه نه وي پاتې شوي ښکاره ده چې د دغه امتحان په نتیجه کې به هر مسلمان سره هم پر نورو بې وزلو د ترحم کولو احساس پیدا شي او هم به ګردو ورپېښو ستونزو او د خپل خالق په لاره کې دقربانۍ ورکولو، مشکلاتو زغملو او صبر کولو قابلیت ترلاسه کړي. له بلې خوا څرنګه چې دا میاشت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ټولو مسلمانانو لپاره په یو وخت ټاکل شوې، معنا ټولوته په همدې میاشت کې د روژې نیولو حکم شوی نو په دې سره ګرد اسلامي امت کې د یووالي او همغږۍ روحیه هم پياوړي کېدی شي. څو د هر مسلمان په ذهن کې دا فکر حاضروي چې که فرضاً په ختیځ کې زه وږی او تږی یم نو په لویدیځ کې به هم زما مسلمانان وروڼه همداسې وږي-تږي وي. په دې توګه به ټولو سره د ګرد امت پر ناخوالو د فکرو سوچ کولو جذبه هم را ژوندۍ او د خپل منځي وروګلوۍ او خواخوږۍ مفکوره هم ځواکمنه شي. د مثال په ډول کله چې په دې روژه کې موږ وږي شو، طبعاً د غزې محاصره شوي مسلمانان، د هغوی لوږې، تندې، ډار، بې کوري او نورې مجبورۍ به هم را یادې او لږ تر لږه څه مالي مرسته یا دعاګانې خو به ورته وکړو. دغه راز موږ ته خپل هېواد او نږدې چاپېریال کې هم لازمه ده چې پر خپلوانو، ګاونډیانو او بې وزلو وګړو رحم وکړو، له حاله یې ځان خبر او تر خپله وسه یې مرسته وکړو. په دې کې هیڅ شک نشته چې رمضان همدغسې د رحمتونو، برکتونو او خواخوږۍ میاشت ده خو له بده مرغه زموږ زیاتره سوداګراو دوکانداران بیا په دغه بختوره میاشت کې نور هم بخیلان او سخت زړي شي، تردې چې بیا د لسو افغانیو توکی په پنځلس او شل افغانۍ پلوري. دغه ناوړه رسم سره کلکه مبارزه په کار ده او ضرور ده چې د اړوندو سرکاري ادارو له خوا په دې اړه لویو سوداګروته کلکه سپارښتنه او د ښاروالیو له لوري د بازارونو شدیده څارنه وشي. دغه شان ګران پلورونکي باید ځینو نا مسلمانو هېوادو کې پر مسلمانانو د زیاترو مصرفی توکو له ارزانه کېدلو او خصوصي رعایت نه عبرت واخلي او د شرم احساس وکړي.
همدا رنګه د رمضان میاشتې په اړه دا یادښت هم ضروري دی چې په دغو مبارکو ورځو کې باید زموږ جوماتونه، مدرسې او نور دیني مراکز د قرآن کریم د ترجمو، حدیثو او نورو دیني بیانونو لپاره ځانګړي پروګرامونه ولري. ځکه د روژې په دغو مبارکو ورځو کې دیني درسونه خاص فضیلت او ژور غېز لري او ډېره هیله ده چې له برکته یې زموږ ټولنه کې مهم اصلاحات راشي. رمضان د قرآن مجید د نزول میاشت ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button