تاریخ او جغرافیهلیکنې

روسانو له افغانستانه پنجده سیمه څه ډول ونیوله؟

پنجده هغه سیمه ده چې په اصل کې د افغانستان یوه برخه وه او د بادغیس مرغاب ولسوالۍ ته څېرمه د کشک سیند په ختیځه څنډه پرته ده چې د مرغاب سیند ورسره یوځای کېږي اواوس دغه سیمه پر ترکمنستان پورې اړه لري .
د پنجده سیمه د افغانستان په تاریخ کې د سلطان غیاث الدین غوري له زمانې نه ۱۱۷۷زیږدیز /میلادي نه د هرات له توابعونه شمېرل کېده او دافغانستان پورې تړلې سيمه وه.
په نولسمه عیسوي پیړۍ کې کله چې تزاري روسانو د مرکزي ایشیا سیمې لاندې کړې،نودغو سیمو ته د روسانو پر مختګ انګرېزان چې د هند په نیمه وچه یې واکمني کوله په اندېښنه کې واچول . روسانو مرکزي ایشیا د نورو سیمو نیولو تر څنګ په ۱۸۸۴ زیږیز/ میلادي کال کې د مرو او سرخس سیمې هم ونیولې او هغه یې په خپلو نیول شويو ځمکو کې ور ګډې کړې . په دغه وخت کې چې روسانو مروه او سرخس ونیول،نوافغانانو ته دا وېره پیداشوه چې ګنې روسان پر هرات برید ونه کړي او دغه سیمه هم لاندې نه کړي. افغانانو په دغه وخت کې دا ادعا وکړه چې مرو او پنجده د افغانستان یوه برخه ده او باید روسان له هغو ځایونو نه ووځي .
هماغه و چې دافغانستان واکمن امیر عبدالرحمان خان د جنرال غوث الدین خان په مشرۍ زرتنه سرتېري پنجدې سیمې ته ورولېږل.
جنرال غوث الدین خان څوک و؟
جنرال غو ث الدین خان چې په نایب سالار غوث الدیخان لوګري سره هم مشهوردی د محمد عیسی خان زوی او په قوم زقوم خیل اورمړ او د لوګر ولایت د برکي برک اوسېدونکی و.جنرال غوث الدین خان نور درې ورونه هم درلودل چې یو یې ملک سعادت خان نومېد چې هغه د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالۍ د اورمړو د قوم مشر و، بل یې عزیزخان و چې د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې د پنجده حاکم واو دریم یې ملک محمد شریف خان نومېد.
جنرال غوث الدین خان سربېره پردې چې په پنجده کې د روسانو خلاف وجنګېد دامیرعبدالرحمان خان په وخت کې د ایران اوافغانستان ترمنځ د سرحدي پولو د ټاکلو په ډله کې هم ګومارل شوی و.دی بیا په میمنه ( فاریاب) کې هم حکمران وټاکل شو اوهلته یې ډېرګټور کارونه ترسره کړل چې یو پکې د سرحوض بند جوړول و.هغه یو مدبر انسان و چې په ۱۹۰۶ زیږدیز/میلادی کال کې وفات شو اوپه مزارشریف کې د حضرت شاه ولایتمآب روضې ته څېرمه خاوروته وسپارل شو.
جنرال غوث الدین خان او د پنجده جګړه:
روسان چې د پنجده سیمې ته د جنرال غو ث الدین خان په مشرۍ د افغاني سرتېرو له ورتلو نه خبر شول نو یې افغاني پوځونو ته ګواښونه وکړل که چېرې تاسو په (۲۴) ساعتونو کې له دې سیمې بهر نه شوئ موږ به درباندې برید وکړو. افغانانو د روسانو د دغه ګواښونو پروا ونه ساتله .له بلې خوا د انګرېزانو پوخیان چې په خپله یې دلته نږدې شتون درلود افغانان هڅول او د افغاني پو ځونو مشر جنرال غوث الدین خان ته یې ډاډ ورکاوه چې روسان د دې جوګه نه دي چې پر دوی برید وکړي او دوی به یې ملاتړکوي، خو بر عکس روسانو له خپلو دریو زرو تنو سرتېرو سره د۱۸۸۵ زیږدیز/میلادي کال د مارچ میاشتې په ۳۰ مه پر پنجده برید وکړ او د دوی او افغاني سرتېرو ترمنځ خونړۍ جګړه وشوه. په دې جګړه کې ډېرشمېر روسي سرتېري ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول او دافغاني لوري نه په کې ۳۰۰ تنه شهیدان او ۸۶ تنه ټپیان شول . روسانو پنجده ونیوله او افغاني پوځونه مات شول. د انګرېزانوسرتېري او پوځي افسران هم چې دغې سیمې کې نږدې ول د روسانو له ویرې هرات ته وتښتېدل ان چې دروسانو د برید او ویرې له امله د دوی په پوځی مرکز کې د ډېرو انګرېزي سر تیرونه بوټان هم پاتې شول .دوی دا کار هم ونه کړ چې خپل جګړه يیز وسایل او ټوپک افغانانو ته ورکړي څو پرې له روسانوسره جګړه وکړي . حال داچې همدغو انګرېزانو د امیر عبدالرحمان خان سره دا تړون لاسلیک کړی و چې د بهرنیو تیریو پر وړاندې به د افغانستان ملاتړکوي چې دوی د روسانو د دې بربنډه تېري پر وړاندې د افغاني پوځونو هېڅ ډول ملاتړهم ونکړ. په دې توګه افغانستان د پنجده او د دغې سیمې نورې برخې لکه آق تپه ، چمن بیداو دسلیم چینه سیمې له لاسه ورکړې .
ماخذونه:
1- طبقات نا صري، دمنهاج السراج
2- افغانستان درمسیر تاریخ
3- wikifeqh
۴- دپنجده په اړه زما( لطیف یاد) شخصي یادداشتونه.

لطیف یاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *