افغانستان

روسي سوداګر افغانستان کې له کثافاتو د برېښنا تولید ته چمتوالی ښودلی

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې یوه روسي کمپنۍ په افغانستان کې له کثافاتو د ۱۵۰مېګاواټه برېښنا د تولید ژمنه کړې ده.
دغه روسي سوداګر د کانونو او پټرولیم له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي چې روسۍ اش کمپنۍ چمتو ده، په افغانستان کې له کثافاتو شاوخوا ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا تولید کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت له یادښته چې دې کمپنۍ خپلو وسایلو ته په کتو د نفتو او ګازو په برخه کې هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
په یاده ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر د یادې روسۍ کمپنې هرکلی کړی او په وینا یې چې اوسمهال په افغانستان کې سرتاسري امنیت بهرنۍ پانګونې ته پوره زمینه چمتو کړې ده.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې ګڼو بهرنیو پانګوالو په افغانستان کې د نفتو، ګازو او نورو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جلب ستر سبب د پانګونې د زمینې چمتوالی، سرتاسري امنیت او فساد له منځه تلل ښودل کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *