اقتصاد وزارت : په سیمه يیزو او نړیوالو هېوادونو غږ کوو چې د افغانانو ملي شتمني ازاده کړي
شریعت: د اقتصاد وزرات مسؤلین وایي، دا چې هېواد مو په اوسنیو شرایطو کې د بیارغونې برنامو پيلېدو ته اړتیا لري، د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو او بنسټونو څخه غواړو چې زموږ د هېواد شاوخوا ۹ ميلیارده ډالرو د آزادېدلوپه تړاومسوولانه ګام پورته کړي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي: دا چې نوموړي زیرمې زموږ د خلکو ملي شتمني ده او له کلونو راهیسې د پولي ثبات د ساتلو، د مالي سیستم د پیاوړتیا، له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا او زموږ د هېواد په اقتصادي ثبات کې اغېزمن رول لوبولی او زموږ د سوداګریزو اعتباراتو د ملاتړ په توګه د افغانانو د اقتصادي وضعیت او د ژوند له شرایطو سره مستقیمه اړیکه لري.
نوموړي زیاته کړه، د هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمو آزادېدل کولای شي زرګونو افغانانو لپاره د کار فرصتونه برابره کړي، د کورنیو تولیداتو او ملي عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ د بېوزلۍ د کچې په تدریجې کمولو کې مهم رول ولوبوي او د اقتصادي ځان بسیاینې په لور لاره هواره کړي.
همداشان د نړیوال بانک مرستو په اړه ښاغلي حبیب زیاته کړه، نړیوال بانک د پراختیایي او زېربنایي پروژو یو له سترو تمویلوونکو څخه دی، چې تر دې مخکې یې د ټرانسپورټ او مخابراتي زېربناوو، د انرژۍ تولید، کرنې، روغتیا او پوهنې په برخو کې ګڼ شمېر پروژې تمویل کړي دي.
څه وخت وړاندې دغه بانک د ۴۵ هغه نیمګړو پروژو چې له دوو نیمو کلونو راهیسې یې چارې متوقف وې، د پیلېدو او تمویل ډاډ یي ورکړ او اوس نړیوال بانک افغانستان ته د ۳سوه میلیونه ډالرو د بودیجې د چمتوالي خبر ورکړی ، چې موږ یې هرکلی کوو.
هغه زیاتوي، نړیوال بانک ویلي چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې به هم پیل شي.
کاسا۱۰۰۰ د برښنا او انرژۍ د انتقال یوه لویه پروژه ده، چې په پیلېدو سره یې د قرغزستان او تاجيکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته رسول کېږي. دا پروژه چې له منځنۍ اسیا څخه زموږ خاوره کي د شېرخان بندر له لارې بیا تر تورخمه شااوخوا د ۱۳سوه کیلومترو په اوږدو کې د انرژۍ د انتقال لیکې پرمټ ۳سوه مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته لېږدوي.
داقتصاد وزرات ویاند وایي، چې اوس نوموړي سترې ملي پروژې چارې د هېواد د ننه د اوبو او انرژۍ وزارت او افغان برښنا شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، چې د رغونې چارې زموږ هېواد کي ۳۰ سلنه ترسره شوي.
د دغي پروژي تطبیق کولای شي، په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ او د سیاسي ټیکاو زمینه برابره او تر پلي کېدو وروسته به زرګونو خلکو ته دندې او کاري فرصتونو د پیدا کېدو لامل شي. همدارنګه د دغي پروژي په بشپړېدو سره به هر کال د پام وړعواید بیت المال ته اضافه شي.
هغه زیاتوي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي لري، د سیمې هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو سره یې په دې اړه هڅې دوام لري او کوښښ کوي چی د لویو اقتصادي او زېربنایي پروژو د پلي کېدو لپاره لاره هواره کړي.
د لویو زیربنایي پروژو پر مټ په بېلا بیلو سکتورنو کې نه یوازې زموږ د هېواد، بلکې د سیمې اقتصادي چارې به هم ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو شي.
سمیع الله مومند