تاریخ او جغرافیه

رهنما شهید

28/2/1400 هـ لمریز
زموږ خالق الله په هر څه قادر دی!
قرآن کریم ګواهي ودکوي چې موسی علیه السلام په یوه لکڼه (عصا) د فرعون د ربوبیت داعیه وننګوله، کلونه یې ورسره مبارزه وکړه، نه یې د فرعون د تخت او تاج پروا وکړه، نه یې د واک او ځواک او نه هم د جلا وطنۍ درد له خپل هوډ نه په
شاکړ.
د مستبد نمرود په خلاف د تش لاسي، تنها او زړه سواندي ابراهیم علیه السلام کیسه او د غوماشي په مټ د نمرود وژل کېدا بیا د قدرت د عجائبو یو ځانګړی شهکار دی. د یوه مسلمان په توګه قوي عقیده او باور لرم چې په جګړه کې د برلاسۍ معیار یوازې کثرت، وسائل، وسائط، زر او په پرمختللي ټګنالوژۍ سمبالښت نه دی، بلکې د الله تعالی نصرت، تقوا، اخلاص او سپېڅلتوب هم د جګړې د پلې د بدلولو پرېکنده او قاطع اړخونه
دي.
دا لنډکۍ مقدمه مې د یوه ساده، خړپړ، سیده او ملنګ مجاهد د کارنامو تر راوړلو وړاندې کېښوده؛ «رهنما» درښیم! ملا فیض الله رهنما یادوم. هو! هغه یو عجیبه انسان و، دومره پاک چې تصور کوې، هومره اخلاص مند چې فکر کړې … که یې په شخصي ژوند د زده کړو په کچه او تقوا خبر شې هک پک به ورته پاتې
شې.
فیض الله رهنما (موسا کلیم) چې له آره د فراه د بکوا د سوځوونکې دښتې استوګن و، د اشغالګرو او د دوي د غلامانو دومره ککرۍ یې ویژولې چې کیدای شي په څو لویدیځو، حتا په ټول هېواد کې بل کس دومره نوي ریژولي. شهید رهنما د ماین جوړولو، ښخولو او پر دښمن د چوولو خورا مسلکي، ماهر او کار پوه و، په فراه، نیمروز، هلمند او ارزګان ولایتونو کې یې د دښمن په سلګونه شوبلې، خغره وال او ټینکونه د قوی انفجاراتو په مټ له منځه
وړي.
شهید رهنما دومره مسلکي چې د څو کیلو میتره په واټن به ماین ته ناست و، او د لروین (دوربین) په ذرېعه به یې چاودنه ورکول. موسا کلیم شهید به په ورځو د دښمن کتارونو ته په دښتو، لهرو او غرونو کې څنګ وهلی
و …
ښه مې یاد دي چې رهنما شهید ته مې د ده د انفجاراتو د عکاسۍ لپاره ځانګړي کیمره ورکړه تر څو خپلې کارنامې ثبت کړي. رهنما شهید به په خپل نوښت د ماین جوړولو پېچلي ډولونه
جوړول.
همدا ډول له موادو نه یې ډېرې قوي پټاکۍ تیارولې چې تر ډېره به یې د شا او خوا مجاهدینو ته په وړیا توګه ویشلې. رهنما شهید د څوکۍ، منصب او مسؤلیت نه ډېر لیرې توب کاوه. ښه راته یاد دي چې د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ د کمېسیون د مسؤل په توګه ټاکل شوی و، زیات ناراضه و او راته یې وویل: چې والي صاحب ته زما شفاعت وکړه چې دا مسؤلیت رانه
واخلي.
د رهنما د کار ساحه ډېره پراخه وه، کله چې به فراه ولایت ته د دښمن د عملیاتو د راوتلو خبر خپور شو نو فراه ته به مو راوغوښت همدا راز هلمند، نیمروز او ارزګان. رهنما شهید د امریکایانو تر سخت تعقیب لاندې و، څو ځله چاپې پرې ووهل شوې او د ډرون ګوزارونه پرې وشول، خو الله تعالی نجات
ورکړ.
د هغه ژوند ډېر ساده و، که څه هم غربت او مسکنت لاندې کړی و، خو عزم او هوډ یې فوق العاده لوړو. بالآخره د حق د لارې دا سپېڅلی لاروی خپل ټاپ هدف ته ورسېد… په داسې حال کې یې د شهادت جام نوش کړ چې په سلګونو اشغالګر او غلامان یې د قوي انفجارونو په مټ ټوټه ټوټه، شل شوټ او معیوب کړي
و.
درېغه! چې ژوندی وای او د اشغال د ختمېدا بهیر یې هم په خپلو سترګو لیدلی وای. تقبله الله.

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *