ټولنه اوکلتور

زویه لامې نوره هم سوځوې !!!

مور يې ډيره ورڅخه ناراضه وه، قصد يې وڪړ چې خپله مور پخلا ڪړي، ور غږ يې ڪړ، مورې! نن ماښام به روژه ماتي ته څه پخوې؟
مور يې په جواب ڪې ورته وويل زهر درته پخوم، زوى يې په خندا ور غبرګه ڪړه، چې ستا د لاس زهر هم ماته ډېر خوند راڪوي، مور يې ورته وويل له مخې مې لرې شه! زوى يې ورته وويل سمه ده خو يوار وخانده، مور يې وويل لاړ شه ما خپل ڪار ته پرېږده، زوی ورته وويل: مورې دومره غوسه او قهر!
مور يې ورته وويل نه غواړم چې مخ دې ووینم، زوى ورته وويل، سمه ده زه هم درڅخه مرور شوم او نن روژه ماتۍ هم نه درسره ڪوم.
زوى يې له ڪوره ووت تر څو قيمتي شی پيداڪړي او بيا خپله مور پرې خوشحاله ڪړي، دى پوهيده چي دا مې د مور د زړه خبرې نه دي بلڪې د يو لږ وخت لپاره راته غوسه شوې ده.
له دوه ساعته وروسته چې د روژه ماتي وخت نږدې شو، مور پر خپله لور غږ وڪړ چې دسترخوان اوار ڪړه، او د خپل ځان سره يې وويل ” څومره غوسه مې ورته وڪړه، الله تعالى مې دې ترې ځار ڪړي.
لور يې ور غږ ڪړل، مورې دسترخوان باندې ډوډۍ ڪېږدم؟ مور يې ورته وويل هو، خو ورور ته دې هم ټليفون وکړه! چې ژر راشي، افطار ته لږ وخت پاتې دى. دا مه ورته وايه چې مور راته وویل؟ چې ټليفون ورته وڪړه. تر څو د مور په قدر پوه شي او بخښه و غواړي …
لور يې ټيليفون ورته وڪړ خو د هغه موبايل بند وو، مور يې وويل یا الله روغ یې خپل کورته راولې …
د آذان وخت شو خو زوى يې رانه غی، مور يې روژه ماته کړه خو خپل په زړه کي وايي، زما روحه پوهېږم، چې وږى يې، الله مې دې سترګې وباسي، چي ته مې خوابدی ڪړې.
ناڅاپه د ټلويزيون پر پرده خبر ښکاره شو، چې بغداد ڪې چاودنه شوې، د مور زړه په درزا شو، د ډوډۍ ګوله يې په ستوني ڪې و دريده، بيا يې چيغه ڪړه. محمود !
خاوند يې ورته وویل: څه دي چې د محمود محمود نعرې وهې؟ هغې وويل: محمود هم له ڪوره خوابدى وتلى داسې نه چې …
لس منټه وروسته يې پلار ته ټیليفون راغى او ورته ويې ويل: له خبرٙوٙنې دې بښنه! غواړم د (محمود) شهادت دې الله تعالی قبول ڪړي …
پلار يې له ڪوره ووت، چې د خبرې حقيقت معلوم ڪړي، ڪله چې يې حال معلوم ڪړ کورته يې ټيليفون وڪړ او په ژړا ژړا يې ورته وويل: محمود خو شهيد شوى دى.
د محمود مور ورته وويل: هغه ماته ويلي وو، چې زه نن له تا خفه يم. روژه ماتی نه درسره ڪوم، هغه د خپلو ملګرو سره وتلى دى، ټيليفون يې خاموش ڪړ، مور يې چيغې ڪړې: اې زما روحه په والله جې نه يم درڅخه خوابدې، فقط ژوند دې غواړم، هر څومره بد و رد راته ووايه خو دغه مه را اوروه، چي محمود شهيد شوى دى، زه درڅخه راضي يم، ڪه ته راڅخه خوابدى يې. د خپل سر په قيمت دي خوشحاله ڪوم.
مور يې د شفاخانې په خوا روانه شوه. او هلته يې خپل خاوند د محمود پلار وليد، ور غږ يې ڪړ، محمود چېرې دى؟ هغه ورته وويل: هغه خونه ڪې په خپلو وينو لېت پروت دى، مور يې ور منډه ڪړه او په وينو سور څادر يې وليد. چې پر زوى(محمود) يې غوړيدلى دى، څادر يې پورته ڪړ، چي زوى يې شهيد پروت دى، مور يې ورته په ژړا ڪې وويل: اې زما زړه زما روحه راشه روژه ماتی تيار دى، هغه خواړه مي تيار ڪړي، چي تا غوښتل، په دغه حالت ڪې د شفاخانې ډاڪتر راغی او په لاس ڪي يې د سرو زرو بنګړي دي او عربي ژبې دا حروف پر ليڪلي دي ” رضاكِ همي يا أمي ” هغه يې ورڪړل او ورته وو یې ویل: دا موږ ستا د(محمود) زوى سره پيدا ڪړی.
مور چې بنګړي وليدل چېغه يې ڪړه او خپل زوى يي تر ڪمیس و نيو او ورته وو یې وویل: لامې نوره هم سوځوې، اى د خپلې مور روحه الله رب العزت دې د بدر او احد په شهيدانو ڪې راپورته ڪړه، مابښلى يې.

خاطره

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *