افغانستان
سیپیک دهلېز به افغانستان له سیمې او نړۍ سره وصل کړي
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي، چې له سیپیک اقتصادي دهلېز سره په نښلېدو به افغانستان د سیمې او له اروپايي هېوادونو سره وصل شي.
نوموړي ویلي، چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز له نښلېدا سره به افغانستان وکولی شي د سیمې او اروپا له هېوادونو سره وصل شي او په دې توګه به پانګونه جذب کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې په هېواد کې د امنیت له خوندي کېدو سره اوس اړتیا ده، چې له سيپیک سره د نښلېدا په ګډون نورې سترې او نړیوالې پروژې پلې شي.