وانګ یو: د چین او افغانستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا هڅې کوو
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شېخ حمدالله نعماني پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګ یوو سره وکتل او په بېلا بېلو ودانیزو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
نعماني په ځانګړې توګه په کابل کې د نیله باغ پروژې د په ټپه ولاړو چارو د بیا پیل او سرته رسولو غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د یادې پروژې اړوند د ټولو هغه مسؤلیتونو ترسره کولو ته ژمن دی، چې په هوکړه ليک کې لیکل شوي دي.
سرچینې همدارنګه وویل چې تېره اوونۍ یې د دغې پروژې له نیمه کاره چارو لیدنه وکړه او هلته د برېښنا او امنیت برخه کې شته ستونزې یې حل کړې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د چین له سفیر غوښتنه وکړه، څومره ژر چې کېدای شي د یادې پروژې چارې پیل او ګټې اخیستنې ته دې یې وسپاري.
نوموړي همدارنګه د چین له سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې چینايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یوو د دواړو هېوادونو تاریخي او دوستانه مخینې ته اشارې سره وویل چې چین د یوه امن او باثباته افغانستان غوښتونکی دی.
سرچینې زیاته کړه، تمه لري، چې د چین او افغانستان ترمنځ به سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او پراخې شي او په دغه برخه کې یې د دواړو هېوادونو پر مثبت رول ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د چین سفیر په دغه کتنه کې وویل چې ډېرې رغنیزې پروژې یې په لومړیتوب کې دي، چې د نیله باغ پروژه هم یوه له هغو څخه ده او دوی هم لېواله دي چې چارې یې پیل شي.