افغانستان

شمال زون کې وروستیو سېلابونو درې تنه مړه کړي

مسوولین وایي چې د هیواد په شمالي ولایتونو( فاریاب، سرپل او جوزجان) ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله درې تنه مړه شوي دي.
د مسوولینو په وینا د دغو سیلابونو له امله څه باندې ۲۸۰ کورونه، سلګونه جریب کرنیزه ځمکه، نښلونکې لارې او پلچکونه زیانمن شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي
ویل کیږي چې د فاریاب په (المار، قیصار، چلګزي، سبزه پوش او کوهساناتو) ولسوالیو کې سېلابونو یو تن هیوادوال خپل ژوند بایللی دی او درې ماشومان په قیصار ولسوالۍ کې سیلابونو وړي چې یو یې مړ او دوه نور یې ژغورل شوي دي.
د سرپل طبیعي پېښو … ۳مخ

ته د رسېدو رییس ویلي چې د تېرې ورځې د سیلابونو له امله یو ۱۲ کلن ماشوم شهید شوی دی، درې کورونه په بشپړه توګه او دیرش کورونه نیمه ویجاړ شوي دي.
په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې یو شمېر سېلاب ځپلي له سرپرست حکومته غواړي چې، په دې سخت وضعیت کې یې لاسنیوی وکړي.
فاریاب، سرپل او جوزجان د شمال له هغو ولایتونو ګڼل کیږي چې په دې وروستیوکې ناببرو سېلابونو او اورښتونو زیانمن کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button