نړۍ
عمران خان: اوسنی حکومت به په څو میاشتو کې سقوط شي
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي چې ښايي اوسنی حکومت څلور یا پینځه میاشتې وپاییږي.
هغه په دې باور دی، چې د حکومت سقوط به له اډیاله زندانه د هغه د خلاصون لپاره لاره هم هواره کړي.
عمران خان خبریالانو ته په خبرو کې ویلي چې په همدې دلیل یې کابینه کې پیپلز ګوند نه دی ځای کړی.
ښاغلي خان وویل، چې د هغه په وړاندې قضیه بې بنسټه ده او ادعا یې وکړه، چې بیت المال ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی ځکه چې له انګلستان څخه لېږدول شوې پیسې د حکومت په واک کې وې او د جرم هیڅ نښې نښانې په کې نه لیدل کېږي.
نوموړي په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد پر اړیکو خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې باید اسلام اباد له افغان حکومت سره غوره اړیکې وپالي.