تاریخ او جغرافیهلیکنې

موږ او د خپلواکۍ جنګونه؟

د اسلام سپېڅلی لمر په مکه مکرمه کې راوخوت او ژر تر ژره د څلوېښتو کلونو په اوږدو کې آن تر افغانستانه راورسېده چې هغه مهال یې وګړي د مختلفو عقیدو درلودونکي وو، ځکه دلته د زردشتېزم، بودایېزم او نورو دینونو پلویان موجود وو، چې د راشد خلیفه عمر فاروق رض په خلافت کې په(۱۶ هـ )کال د ساسانیانو امپراتور په جلولا کې مات شو، همداشان د نهاوند جګړه کې په (۲۰هـ) کې یې داسې ماتې وخوړه چې کسری(دریم یزدګرد) خراسان ته وتښتېده او همالته د یو ژرندګړي په لاس ووژل شو.
د عمر رض په زمانه کې عبدالله بن عامر رض په کرمان برید وکړ چې وروسته تر کابله راورسېده او د افغانستان په نورو برخو کې هم مسلمانو فاتحینو سوبې وکړې او ډېرې سیمې یې ونیولې، چې هلته هم د اسلام رڼا وځلېده، د رسول الله ص له اصحابانو څخه عبدالرحمن بن سمره رض د مشهور تابعي حسن بصري رح او نورو مجاهدینو په ملاتړ راغلو ، له جهاد سره یې د دعوت او تدریس لړۍ ته هم دوام ورکړ. د خرپ او ترپ ډېر جنګونه شوي. د عبدالرحمن بن سمره رض له لوري مهلب بن ابي صفره رض د‍‍ ختیځ قومندان وټاکل شو،چې آن تر اوسني مردان او د سند سیند تر غاړو راورسېد افغانانو چې د اسلام مبارک دین ومانه، بیا یې د اسلام لپاره ملاوې وتړلې نو تر بلوچستان، پېښور او سیند پورې پر مخ لاړل، چې هغه مهال لا د سند فاتح محمد بن قاسم رح زوکړی هم نه و.د اسلامي سوبو پر مهال افغانان له عربو مجاهدینو سره یو ځای د خیبر درې له لارې پېښور ته ښکته شول؛ حمزه بابا وایي:
خیبر خو لارد تلو راتلو ده
په کابل او پېښور کې افغان یو دی
خلافت امویانو ته ولیږدېده، ډېرې سوبې يې ورکړې. له هغو عباسیانو خلافت ونیوه د هغو پر مهال په خلافت کې درزونه راغلل او ځینې افرادو خپلواک حکومتونه اعلان کړل، چې په هغه لړۍ کې طاهر بن حسین پوشنجي هم په ۲۰۵ هـ کال په هرات کې د ازاد دولت بنسټ کېښود، په هغو پسې سامانیانو ازاد حکومت تأسیس کړ او ورپسې د غزنوي ستر واکۍ اساس کېښودل شو، چې ستر سلطان، سلطان محمود غزنوي ۱۷ ځله هند ته دغزا لپاره ور غلو، دا باید ذکر کړم چې یوازې د اسلام د خپراوي لپاره هلته تللی و، له غزنوي سترواکۍ سره په غور کې د امیر کروړ په کاله کې غوریان راپورته شول.
زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته
په هند و سند پر تخار اوپر کابل نشته
بل په زابل نشته
بل په کابل نشته
شهاب الدین غوري رح او ملګري یې ان تر هندوستانه پورې ورسېدل.
څښتن مو مل دی
اوس مو یرغل دی
هېواد دبل دی
غازیانو ګـورئ
څښتن مو مل دی
د شهاب په ملا شئ
دښــن مو غوڅ کړئ
څښتن مو مل دی
د افغاني کهاله ستر سلطان شهاب الدین غوري د جنګ په ډګر کې د هندوانو پاچا راجه پرتهوي وواژه . دلته په لوی هندوستان کې افغاني زلمیو راج چلولو، د دې سیمې وګړیو ته هلته دوی دروازې ورټکولې، چې هغوی ته د اسلام بلنه ورکړې: اسلام راوړئ ، که نه جزیه ومنئ او که دا هم نه منئ نو راځئ چې د جنګ په میدان کې یې سره معلومه کړو.
کله چې په کندهار کې په (۱۱۶۰هـ یا ۱۷۴۷ م) کال کې د افغاني مشرانو لخوا د احمدشاه بابا په مشرۍ نوی حکومت جوړ شو، خواوشا امنیت یې خوندي کړ، د خپلو سلفو واکمني یې په پښو ودروله، نو د امت ستر امام شاه ولي الله دهلوي رح د هند لور ته دعوت ورکړ، څو هلته اسلام او مسلمانان له مرهټیانو او نورو کفارو څخه خوندي او په امان کې کړي، هماغه و چې بابا رح د ولي الله په غوښتنه تر پاني پته لاړ او ډېر مرهټیان یې ووژل او دعوت او جهاد دواړو امامانو سره ولیدل.
د احمد شاه بابا او تیمور شاه تر وفات وروسته چا د شاه زمان خان ملاتړ ونه کړ او دلته د فرنګ زامن هند ته د سوداګري په پلمه راغلل، چې درې ځله یې په افغانستان تېری وکړ ولې د افغانانو د غیرت او شهامت له امله یې په خواوشا سیمه کې هم پښې وښويېدې او له دې سیمې ټیټې سترګې لاړل، ولې په دې سیمې کې یې داسې پیریان پرېښي چې هغوی د افغانستان مستحکم حکومت نه شي لیدلی،چې هغوی د ډیورنډ په تپل شوې فرضي کرښه اغزن سیم تېر کړ، هغه مهال یې وغځولو چې په افغانستان کې هم د غلامانو اداره وه. پاکستان خپلې ستونزې په خپل کور کې نه شې حل کولی نو د ټي ټي پي دغورځنګ دځپلو په بهانه یې په افغانستان باندې د ۱۸/۳/۲۰۲۴ نېټه هوایي بمبارد وکړ چې په پایله کې یې افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.
هو! د بمبار وخت ډېر لرې و، له هغه مخکې خبرې هم کېدای شوې، د دواړو ګاونډیو هېوادونو دوستان هم شته باید هغوی ته شکایت شوی وای، که د ټي ټي پي افراد په افغانستان کې( د دوی په اصطلاح) شتون ولري نو له ثبوت سره دې یې هغو دوستانو ته وښیي، ولې له ثبوت پرته یې ناروا ظلم وکړ، چې د بمبار کولو په واسطه یې ۸ تنه شهیدان کړل او خورا زیات ظلم یې وکړ، خو دروغجن حافظه نه لري؛ د ټي ټي پي د یو قومندان د وژلو دعوی یې وکړه، چې په افغانستان وژل شوی ، په داسې حال کې چې هغه له وزیرستان څخه له رسنیو سره وغږېده او د خبرو په منځ کې یې دوشنبه او ۱۸ نېټه هم یاد کړل. دیاد ملک یرغل یو نا روا یرغل دی،ځکه TTPزموږ په هیواد کې نه شته او بل د پولې دواړو غاړو ته وروڼه قومونه پراته دي.دا هم په زغرده وایو چې له جنګونو هم نه ډارېږو ، کمزوري به یو خو ښه تجربه په کې لرو!!
ټیټ مې مه بوله غورځنګ را باندې مه کړه
زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ یم

احمدعلي غرنی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *