لیکنېمقالی اوتبصرې

د ثور اوومه او د کمونیستانو نادودې

د پکتیا د زرملې یوه سپین ږیري چې پخوا یې د ولسوالۍ مرکز کې دوکان درلود راته کیسه کوله، وایي د خلقیانو پاچاهي وه، یوه ورځ ولسوال له سوټي سره بازار ته ووت، ټول بازار یې بند کړ او خلک یې د بازار څنګ ډاګ ته وایستل. بیا یې امر وکړ چې نن مارش دی او زه چې شعار وایم تاسو به یې راسره بدرګه کوئ.
موږ فکر کاوه چې شعار به د ثور د نه ماتیدونکي(!) انقلاب په حق کې وي. خو ولسوال لاس موټی کړ او هوا ته له پورته کولو سره یې ناره کړه چې ( چین دې له ویتنامه ووځي) موږ چې د چین یوازې نوم اوریدلی او ویتنام مو هیڅ نه پيژاند چې کومه خزنده ده، خو دا چې ولسوال صاحب امر کړی و پسې نارې مو کړې چې ( هسې دې ووځي)
سپین ږیري ویل چې تر اوسه هم نه پوهیږم چې د چین او ویتنام به څه کیسه وه، چې په موږ یې د خرشۍ په ډاګ کې سره تړک ته دومره نارې وکړې چې غاړې مو کیناستې.
د سپین ږیري خبرې ما ته هم شک راواچاوه، د چین او ویتنام لانجه مې په ګوګل کې سرچ کړه، خو خبره دومره ګونګه وه چې ویکپیډیا هم په واضحو ټکو نه وه را اخیستې. د بیلابیلو سایټونو له کتلو وروسته مې ایله دومره سر خلاص شو، چې د ثور د کودتاه نه څومیاشتې وروسته هغه وخت چې چین او ویتنام دواړو د هندوچین حوزه کې د نفوذ پراخولو لپاره هڅې کولې، ویتنام د شوروي په ټونګ په کمبودیا برید وکړ، دا چې د کمبودیا دیکتاتور پل پاټ له چین سره تار درلود، بالمقابل چین د ۱۹۷۹ د فبروري په ویتنام ته پوځ داخل کړ، دا چې د ویتنام حکومت د ثور د انقلابیانو غوندې د شوروي پلوی و، د همدې خیښۍ په اساس د زرمت ولسوال د تعمیر بازار تړلی، ولس یې د خرشۍ ډاګ ته ایستلی و تر څو په چیغو نارو ویتنام له چین څخه وګټي.
دا کیسه موږ ته د کمونیستانو د انقلابي واکمنۍ انځور مخې ته ږدي او دا راښيي چې دغه ځوانکي، بې تجربې او افراطي واکمنان په کومه هوا کې وو او تر کومه حده په بې ضرورته، نامطلوبو او نامربوطو کړنو بوخت ول.
هسې خو تیزروي یا افراط دلته یو معمول عادت ګڼل کیږي خو افغاني کمونیستان بیا په افراط کې تر نورو یو څو لویشتې زیات و. د دوی د زمانې تاریخ او یا د دوی خپل لیکلي خاطرات که ګورې عجیب او غریب تیزکي حرکات به مو تر سترګو شي. نوموتی مؤرخ محمد صدیق فرهنګ لیکي چې د ثور له انقلابه وروسته چې د سرو بیرغونو، سرو شعارونو او هر څه سره کولو لړۍ پيل شوه، خبره دې ته ووته چې یو وخت په ټول کابل ښار کې سور رنګ تمام شو.
کمونیستانو چې ځانونه یې د مارکسیزم+لنینیزم دو آتشه پيروان ګڼل دې لپاره چې له دغه فکر او فلسفې سره خپل تاریخي تړاو ثابت کړي د خپل انقلابي رهبر نور محمد ترکي د زیږېدو نېټه یې د ۱۹۱۷م کال د اکتوبر میاشت ګڼله. سره له دې چې هر څوک په دې پوهیدل چې نور محمد ترکی د غزنې د ناوې په یوه لرې پرته کلیواله سیمه او بې سواده کورنۍ کې زېږیدلی و. عموماً هغه وخت خلکو د ماشومانو دزېږیدو نېټې نه ثبتولې، امادا چې د ۱۹۱۷ په اکتوبر میاشت په روسیه کې کمونیستانو انقلاب کړی او په لومړي ځل د کمونیزم تیوري له فکر څخه عمل ته راوتلې وه، دوی غوښتل د دغې نیټې په اعلان سره وښيي چې د کمونېزم له مرجعیت سره تر کومه حده تړلي او پېیلي
دي.
کمونیستانو لکه څنګه چې د مؤمن افغان ولس په وړاندې بې رحمه او ناترسه ول، تر خپل منځ یې هم د ګور د چینجیو په شان سره وخوړل. تقریبا د یو نیم کال په جریان کې لومړی د خلق او پرچم د اړخونو تر منځ داخلي رقابت رامنځته، پرچمیان له صحنې حذف او د سلیمان لایق، کشتمند او ډيرو نورو شان د سر کسان یې زندان ته ولیږل شول، ورپسې د خلقیانو په منځ کې د امین او نور محمد ترکي پلویان سره بد شول. تر دې چې په پایله کې نور محمد ترکی د امین لخوا قتل او پلویان یې بندیان، اعدام او یا د شوروي په سفارت کې پناه اخیستلو ته مجبور کړای شول.
د افغانستان تاریخ بیلابېل عجایب لري. اما که د خلق او پرچم د واکمنۍ عجائب را ټول او د دوی په نادودو څېړنه وشي شاید بېلګه یې په تاریخ کې ونه موندل شي. د دوی د یوه مشر حفیظ الله امین دا خبره مشهوره وه چې د انقلاب د دفاع لپاره باید په مچ هم د توپ ګوزار وشي او یا دا چې موږ شل ملیوني عقبګرا او مرتجع ولس ته ضرورت نه لرو، بلکې پنځوس زره کسیزه ټولنه چې د مارکسیزم+ لنینزم په فلسفه باور لري زموږ لپاره کفایت کوي.
د همدې مفکورې پر اساس خو دوی هر هغه څوک چې د دوی غوندې فکر او عقیده یې نه درلوده د وژلو وړ بلل. په لکونو افغانان په خاص ډول د هېواد زبده اقشار لکه دیني علماء او روحانیون، د پوهنتونونو استادان، محصلین، قومي مخور او نور د «ضد انقلاب» په نوم بندیان او بیا په توره شپه تر خاورو لاندې شول.
د ثور اوومه زموږ د تاریخ هغه ورځ ده چې که په اړه یې مطالعه وشي شاید د لوستونکو لپاره تر هغه ډیره هولناکه وي چې په اړه یې عمومي فکر
کیږي.

عبدالستار سعید

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *