لیکنېمقالی اوتبصرې

افغانان له پاکستاني واکمنو سره څه وکړي؟

ټوله نړۍ خبره ده چې یو خت پرنګی ډېر په زور کې و، لوی هندوستان یې سلګونه کاله تر اشغال لاندې و، تر دې چې بیا راغلل له اباسینه راپورې وتل پر لوی افغانستان یې برید وکړ او بالآخره یې په جنګونو او یرغلونو پېښور، کابل، کندهار او ټول هېواد رانه لاندې کړ. زموږ نیکونو خپل وس وکړ خو د هغوی لښکر ډېر او پوره وسله وال و، نو ایله یې دومره وکړی شول چې تر خیبر، کورمې، ژوب او چمن پورې یې شاته بوځي. موږ او دوی پر همدې کرښه ولاړ پاتې شولو څو چې څلور پنځوس کاله وروسته انګریزان د نړۍ په نورو برخو کې هم تر فشار لاندې راغلل، له هنده یې کډې بار کړې خو څه د هند او څه د افغانستان پر اشغالي سیمه یې د پاکستان په نامه یوه نوې پاچاهي اعلان کړه. کافر انګریز ولاړ خو له بده مرغه د پاکستان نوي مسلمان واکمن ځان ناخبره وا چاو او د افغانستان حکومت ته یې دومره هم و نه ویل چې له اباسینه راپورې خو ستاسې وطن دی، مګر اوس د پرنګي له خوا زموږ په نوم شو نو ایا تاسې په دې وېش خوښ یاست، خپه یاست او که څنګه؟ خپله خویې داست ونه کړ، البته یارانو او بادارانو یې زموږ د ظاهر شا هغه رسمي ګیله او عریضه هم د میز شاته وغورځوله چې د ملګرو ملتونو دفتر ته یې وړاندې کړې وه. په دې توګه د افغانستان غصب شوې خاوره داده تر اوسه پورې داسې حال کې د پاکستان تر قبضې لاندې پاتې ده چې هلته ډېرې جګړې او جرګې ترسره شوې خوهیچا وانه ورېدلې. تردې چې د پاکستان له جوړېدو درې پنځوس کاله وروسته انګریزان بیا له یو لوی اشر سره راغلل، پاکستاني واکمنو ښه په اخلاص اډې او لارې یې ورکړې، له هماغو اډوبه یې الوتکې او پلی لښکرې راتلې، موږ یې بمبارولو، وژلو او نیولو، خو مسلمان ګاونډي مو بې غمه پیسې اخیستې او مزې یې کولې. همدې وخت کې د پاکستان عوامو کې هم ناخوښي او غوسه راوپارېده، مدرسې بمبار شوې او دیني علماء زنداني او ان پر صلیبیانو لاس تړلي و پلورل شول. په تېره بیا پښتونخوا کې خو سختې جګړې وشوې، سوات او ټولې قبایلي سیمې لوټه لوټه او په لکونو وګړي یې وشړل شول. مطلب ډېره بده ورځ راغله خو څرنګه چې هغه مهال کابل د صلییانو په لاس کې و، ځکه خو پاکستاني واکمنو هم هیڅکله دا شکایت ونه کړ چې په وینا یې دغه ترهګري کې د افغانستان لاس دی. کنه ان لاهماغه وخت همدغه وزیرستاني کډوال له ډیورنډ کړښې راوښتي او د خوست خواوشا اوسېدل. همدا رنګه ټي ټي پي هم ان له (2007) میلادي کال راهیسې پاکستانی پوځ سره په سختو جګړو کې ښکېل و. ځکه خو به پاکستاني حاکمانو همېشه امریکایانوته وریادوله چې دوی له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ او په لس ګونو زړه عسکريې وژل شوي. لنډه دا چې ناټوخېل له شل کاله جګړو وروسته وتښتېدل او د پاکستان پوځ بې یار و مددګاره پاتې شو خو پاکستان کې تاوتریخوالی هماغسې لا روان دی. اوس نو دوی ټوله ملامتیا هم پر موږ اچوي او هلته د جنګ کرارولو غوښتنې هم له موږ کوي. بل دا چې پر ډیورنډ کرښه اغزن جال منل او د مغصوبه ځمکې قباله هم رانه غواړي. اوس دې نو د پاکستان ټول مسلمانان خصوصاً دیني علماء او په تېره د پښتوخوا او بلوچستان ځورېدلي خلک انصاف وکړي چې ایا د افغانستان اسلامي امارت کولی شي پاکستان کې موجود تاوتریخوالی له منځه یوسي او ایا داسې کوم افغان به پیدا شي چې د نیولې ځمکې قباله ورته لاسلیک کړي؟ موږ خو اوس ایله دومره سااخیستې چې د څلوېښت کلنې جګړې زخمونه درمل کړو او اصلاً په موږ کې د لاس وهنې څه متره نه ده پاتې. بیا نو څه وجه ده چې پاکستان خپلې ټولې ناجایزې هېروي، ګرده نړۍ کې هم زموږ پر خلاف شکایتونه کوي او کور کې مو هم په کرار نه پریږدي؟

فاروق غلجی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *