افغانستان

غلام خان بندر کې بار وړونکو موټرو ته تم ځای جوړ شو

د خوست ولايت په غلام خان بندر کې د لويو بار وړونکو موټرو لپاره د بشپړو انسانتياوو په درلودلو سره په ۱۰۰ جريبه ځمکه کې تم ځای جوړ او د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت لخوا پرانیستل شو.
په دغو مراسمو کې د یاد ولایت مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل چې د یاد تم ځای په جوړېدو سره به د غلام خان بندر په اوږدو کې د بار وړونکو موټرو د پارکېنګ ستونزه حل شي.
نوموړي همدا راز وویل چې په دغه تم ځای کې اداري خونې، د تم ځای هموارکاري، د ساتوونکوخونې، اوبو او برېښنا سیستم او نور اړین ملحقات شامل دي.
د یادونې وړ ده چې پر دغه تم ځای ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button