افغانستان

فارياب، خوست او فراه کې لسګونه کسان له دیني مدرسو فارغ شول

د فارياب، خوست او فراه سیمه ییز مسوولين وایي، چې په دغو ولایتونو کې له دیني زده کړو څخه ١١٢ تنه نجونې او هلکان فارغ شول.
د فارياب ولايت د خواجه موسی له حضرت عبدالله ابن عمر رض له دارالحفاظ څخه ٣٣ تنه د قرانکریم له حفظ دورې څخه فارغ شول.
په ورته وخت کې د خوست له جامعه اشرف العلوم البنین و لبنان متون مېنې مدرسې څخه ٤٤ نجونې او هلکان فارغ شول، چې په کې ٢٢ تنه هلکان د قرأنکریم له حفظ، او ١٠ نجونې له دیني زده کړو او ٦ نجونې هم د قرآ نکریم له حفظ څخه فارغې شوې.
همدارنګه د فراه ولایت د خاکسفېد ولسوالۍ په خشکایه کلي کې د منبع العلوم جامعې څخه ١٠ له وړې، ٤ د قرآنکریم له حفظ، ١١ د قرآئت او ١٠ د خطاطۍ له زده کړو فارغ شول

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button