افغانستان

د کرنې وزیر د چرګانو ساتلو سکتور پر ودې او پراختیا ټینګار وکړ

د هېواد د کرنې، اوبولګولواو مالداری وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د چرګانو له فارمونو څخه د لیدنې پرمهال، په هېواد کې د چرګانو د ساتلو سکتور پر پراخولو او ودې ټينګار وکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په دغه ولایت کې د چرګانو د فارمونو له مسوولینو وغوښتل، چې په افغانستان کې د چرګانو د سکتور د محصولاتو د کیفیت او کمیت په لوړولو کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې کرنې وزارت به د پانګوالو لپاره هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي او سوداګر دې په دې برخه کې پانګونه وکړي، څو افغانستان کې د چرګانو سکتور وده وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *