افغانستان

بلخ کې يو ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

شریعت: د بلخ ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې یو اته کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول.
د یاد ولایت امنیتي مسؤلین وایي، چې امنیتي ځواکونو مزارشریف ښار کې هغه ماشوم د یو لړ عملیاتو په لړ کې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍته يې سپارلی، چې ١٣ ورځې وړاندې یې برمته کړی و.
د مسؤلینو په خبره، د دغه عملیاتو پرمهال انسان تښتوونکي له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې وه، چې په پايله کې يې يو کس وژل شوی او دوه ژوندوي نیول شوي دي.
ورته مهال د دغه ماشوم پلار وویل، چې دغه انسان تښتوونکو یې د زوی په بدل کې ٢٠٠ زره ډالر غوښتل.
نوموړي د خپل زوی په خوشې کېدو خوښي وښوده او له امنیتي ځواکونو څخه یې مننه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *