افغانستان

فاریاب کې دوه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

شریعت: د فاریاب ولایت په دولت آباد او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې دوو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې دغه ودانۍ د ناروې هېواد او ځایي خلکو په مالي مرسته د څه باندې ۱۱ میلیونو افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو ودانیو په جوړولو کې د سیمې اوسېدونکو هم ۱ میلیون او ۱۰۰زره افغانۍ مرسته کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې په دغو ښوونځیو کې څه باندې ۱۳۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې وړاندې د ودانیو د نشوالي له امله یې په ډاګ زده کړې کولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *