افغانستاناقتصاد او رغونه

د اوسپنې ویلې کولو فابریکو په تولیداتو کې زیاتوالی راغلی

بهر ته د کباړ قاچاق له مخنیوي وروسته د اوسپنې ویلي کولو فابریکو تولیدات زیات شوي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د کابینې د ۱۷ مصوبې د پرېکړې له مخې له هېواد څخه د زړو اوسپنو او کباړ صادرول او قاچاق د پخوا په څېر په مطلق ډول بند دي.
یاد معاونیت ویلي چې د کباړ او زړو اوسپنو د صادرولو او قاچاق له مخنیوي وروسته د اوسپنې ویلي کوونکو فابریکو د خامو موادو ستونزه حل شوې، د تولیداتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د حکومت له لوري یې پر تولیداتو د پام وړ مالیه کمه شوې ده. یاده دې وي چې اوس مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسپنې ویلي کول لسګونه فابریکې فعالي دي چې په نړیوال معیار برابر د ګاډرو، ګول سیخ، المونیمي او نورو بېلابېلو توکو تولیدات لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *