د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده فراه ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په ۲۰۰ بستریز روغتون کې د هیمودیالېز ( د بډوډو د درملنې) څانګې پرانیسته وکړه.
صاحبزاده دغه راز یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا ریاست له مرستیال ډاکټر دین محمد عبدالحق او یو شمېر نورو روغتیايي چارواکو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې.
په دغه کتنه کې د فراه د عامې روغتيا ریاست مرستيال ډاکټر دين محمد عبدالحق نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته د روغتيايې پرسونل د زياتوالي، د ولسي وګړو د غوښتنو او اړتیا پر بنسټ د حوزوي روغتون د جوړولو، د ډاکټرانو د زده کړو د دوام لپاره د تخصصي او امبولانسي وسایلو د څانګو د جوړېدو او په دې ولایت کې د بېړنیو حالتونو لپاره د کافي پرسونل د ګمارل کېدو غوښتنه وکړه.
په پای کې مولوي محمد اسحق صاحبزاده ژمنه وکړه چې په یاده برخه کې به یې ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.