افغانستاناقتصاد او رغونه

پکتیکا کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت د یوسف‌خېلو ولسوالۍ اړوند په خیربین کلي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه جوړه شوه. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دې شبکې جوړولو چارې تېر کال پیل شوې وې چې اوس بشپړې شوې. سرچینې لیکلي چې پر یادې پروژې ۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د یونیسف ادارې له لوري ورکړل شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، یاده شبکه د ژورې څاه او یوې ذخېرې په لرلو سره تر ۶ کیلومتره ساحې پورې ۲۷۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو ظرفیت لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *