افغانستان

فراه کې نږدې ۲۶ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه خلاصه شوې ده

د فراه د عدلیې ریاست مسوولین وايي، چې په روان کال کې یې ۲۵ زره ۸۵۷ جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.د دغه ولایت د عدلیې ریاست د قضایا آمر قاري محمد طیب منیب باختر آژانس ته وویل، چې یاد آمریت د روان کال په اوږدو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۵ زره ۸۵۷ جریبه ځمکه تثبیت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.منیب ډاډ ورکړ، چې هېچاته به په دغه ولایت کې د دولتې ځمکو د غصب اجازه ورنه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *