افغانستان

غور کې څه باندې ۵۵ زره کیلوګرامه یامه وسوځول شوه

د غور د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په پسابند او شهرک ولسوالیو کې یې ۵۵ زره ۱۲۰ کیلوګرامه یامه ( چې د نشه يي توکو په تولید کې ترې کار اخیستل کېږي) کشف او سوځولي
دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په شهرک او پسابند ولسوالیو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۵۵ زره ۱۲۰ کیلوګرامه یامه له نیولو وروسته سوځولي دي.
بدري زیاته کړه، چې ورته مهال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري د دغه ولایت په چهار سدې ولسوالۍ کې پر څه باندې ۱۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار هم له منځه وړل شوي دي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې په زرګونو کیلوګرامه یامه له منځه وړل شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *