دینې لیکنې

قرضدار ته مهلت ورکول څومره اجر لري؟

کله مو چې چاته قرض ورکړ او د بېرته اخیستلو نېټه یې مشخصه وه، نو تر هغې ورځې پورې درته د همدې قرض په اندازه د صدقې اجر درکول کېږي.
مثلاً ۱۰۰۰۰ افغانۍ درې میاشتو لپاره چا ته قرض ورکوئ، په دې درې میاشتو کې هره ورځ د ۱۰۰۰۰ افغانیو صدقې په اندازه اجر تر لاسه کوئ، خو چې کله درې میاشتې پوره شوې او قرضدار مهلت وغوښت او تا د الله ج د رضا لپاره مهلت ورکړ، نو بیا صدقه دوه چنده کېږي او د هرې ورځې په بدل کې به د قرض پیسو دوه چنده اجر تر لاسه کوې.
عَنْ بُرَيْدَةَ رضي الله عنه قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ : ( مَنْ أَنْظَرَ مُعْسِرًا فَلَهُ بِكُلِّ يَوْمٍ مِثْلِهِ صَدَقَةٌ )
قَالَ ثُمَّ سَمِعْتُهُ يَقُولُ : ( مَنْ أَنْظَرَ مُعْسِرًا فَلَهُ بِكُلِّ يَوْمٍ مِثْلَيْهِ صَدَقَةٌ )
قُلْتُ : سَمِعْتُكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ تَقُولُ مَنْ أَنْظَرَ مُعْسِرًا فَلَهُ بِكُلِّ يَوْمٍ مِثْلِهِ صَدَقَةٌ ، ثُمَّ سَمِعْتُكَ تَقُولُ مَنْ أَنْظَرَ مُعْسِرًا فَلَهُ بِكُلِّ يَوْمٍ مِثْلَيْهِ صَدَقَةٌ ؟
قَالَ : ( لَهُ بِكُلِّ يَوْمٍ صَدَقَةٌ قَبْلَ أَنْ يَحِلَّ الدَّيْنُ ، فَإِذَا حَلَّ الدَّيْنُ فَأَنْظَرَهُ فَلَهُ بِكُلِّ يَوْمٍ مِثْلَيْهِ صَدَقَةٌ) رواه أحمد.
ژباړه:حضرت بریدة رضي الله عنه فرمایي: ما د رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه واورېدل، ویې فرمایل: «چا چې په تنګلاسۍ کې قرضدار ته مهلت ورکړ،نو د هرې ورځ په بدل کې به د صدقې اجر ورکول کېږي»
بیا بریدة رض وایي دا مې هم ترې واورېدل، ویې فرمایل: « چا چې په تنګلاسۍ کې قرضدار ته مهلت ورکړ نو د هرې ورځې په بدل کې به دوه چنده د صدقې اجر ورکول کېږي.»
بریدة رضي الله عنه وایي بیا مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چې یا رسول الله ما له تاسو نه واورېدل و مو فرمایل چا چې په تنګلاسۍ کې قرضدار ته مهلت ورکړ نو د هرې ورځ په بدل کې به د صدقې اجر ورکول کېږي، بیا مې در څخه واورېدل چا چې په تنګلاسۍ کې قرضدار ته مهلت ورکړ نو د هرې ورځې په بدل کې به په دوه چنده د صدقې اجر ورکول کیږي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هغه لپاره هره ورځ (یو چند) صدقې اجر دی تر څو یې چې د قرض وخت پوره شوی نه وي، چې کله وخت پوره شو او نور مهلت ورکړي نو بیا ورته د هرې ورځې په تېرېدو دوه چنده صدقې اجر
رسېږي.»

اکرام واحدي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button