تاریخ او جغرافیه

د معاصر افغانستان بنسټګر احمد شاه بابا

په برېښنا د تورې ژوند کوه احمده!
د بري جولان پر لور د هر دیار کړه
احمدشاه بابا د محمد زمان سدوزي زوی و او مور یې زرغونه نومېده، چې د هېواد بچیانو د انا لقب ورکړ. احمدشاه بابا د دولت خان لمسی و او مشر وررو یې ذوالفقار خان نومېده. بابا په ۱۱۳۵ هـ ق/۱۷۲۳ز په هرات کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. د بابا مشر ورور ذوالفقار خان د هرات واکمن و، په هرات کې چې حالات بې خونده شول، نو له ورور سره یوځای کندهار ته راغلل او هلته د شاه حسین هوتکي لخوا بندیان شول. تر هغو پورې په بند کې وو، څو نادر افشار کندهار ونیو او په ۱۷۳۸ز کال یې مازندران ته واستول او هلته یې جاګیر ورکړ، ولې ذوالفقار خان یې په زهرو وواژه.
نادر افشار احمدشاه بابا ته د مازندران د نظم او ضبط چارې ور وسپارلې، وروسته یې د پوځ د صاحبنمنصب په توګه وټاکه، چې د ده غوره استعداد افشار ولید، نو د ابدالیانو او اُزبکانو د بوځ په مشرتوب وګوماره او بالاخره يې د خپلو ساتندویانو مشر وټاکه چې په سفر او حضر کې به له ده افشار سره و.
په ۱۱۶۰ د ذوالحجې په ۱۱مه نادر افشار د خپلو ملګرو لخوا ووژل شو، احمد شاه بابا د نادر افشار د مېرمنې د دوی د کورنۍ ساتنه وکړه او په درناوي سره یې خپل کور ته ورسوله، نو هغې د ده د غوره خدمت په عوض کې د کوه نور الماس ورکړل.
احمدشاه بابا د نادر له مړینې وروسته له نورو افغانانو سره خپل ټاټوبي کندهار ته راغی، په شېرسُرخ بابا زیارت کې سره راغونډ شول، اته ورځې جرګه روانه وه، ډېرې خبرې وشوې، د قومونو هر یوه مشر د ځان په ګټه خبرې کولې، څو نر مشران به د هغه په خبره امین کړي او د مشر او پاچا په حیث وټاکي. ولې بابا چوپ ناست و، د نورو خبرې یې اورېدلې، د یاد زیارت متلي ملنګ صابرشاه کابلي هم په جرګه کې ناست و او زېر او زور هر څه ته یې غوږ ایښی و، هغه د احمدشاه بابا په بختیالي تندي کې د نجابت او قیادت نښې لیدلې، نو هغه نوموړی د پاچا په حیث انتخاب کړ، چې د جرګې ټولو ګډونوالو ورسره ومنله، بیا صابرشاه لاړ، د غنمو وږي یې راوړل او د بابا په پټکي کې یې ور وټومبل.
احمدشاه بابا په کندهار کې حکومتي چارې سمې، تنظیم او ډِسپلین برابر کړل، بیا د نورو سیمو نیلو او سمون لپاره یې ملا وتړله. غزنی، کابل او پېښور یې ونیول او د پېښور د نادر افشار حاکم یې له واکه وغورځاوه او هغه هندوستان ته وتښتېده نو احمدشاه بابا هم د افغاني قومونو او قبیلو له منظمولو وروسته له اټک څخه پورېوت او لاهور ته لا رسېدلی نه و، چې د هغه ځای والي شهنواز خان ډهلي ته پښې سپکې کړې. د ډهلي واکمن د هندوستان مغول پاچا «محمد شاه» د بابا مقابلې ته خپل زوی له یو لک پوځ سره راولېږه، ولې د دواړو غاړو ترمنځ روغه جوړه وشوه، بابا ژر کندهار ته راغبرګ شو، د خپل وراره لقمان خان او د هغه ملګرو فتنه یې غلې کړه.
حضرت احمدشاه بابا هندوستان ته اووه ځلې د غزا او جهاد په نیت تللی او دا غزاګانې یې هم د حضرت شاه ولي الله دهلوي رحمه الله په بلنه او دعوت سره کړې دي، چې له ټولو مشهوره غزا یې د پاني پت ده، چې ۱۱۷۴هـ ق کال د پاني پت په ډګر کې له راجپوتانو، مرهټیانو او نورو هندي کفارو سره وشوه، د هغوی شمېر ۳ لکه و. او د احمدشاه بابا د غازیانو شمېر (۶۰زره) و، چې د هند پښټانه غازیان د نجیب الدوله، سعدالله خان او شجاع الدوله تر قیادت لانډې ورسره وو.
په پاني پت غزا کې د دښمن ۲ لکه جنګیالي ووژل شول، بې شمېره، غنیمتونه او جنګي بندیان د بابا د غازیانو لاسونو ته ورغلل. په هندوستان د دښمن زور مات شو او بابا د هندي مسلمانانو زړونه
وګټل.
بابا رحمه الله په ۱۱۶۴هـ ق د هرات له لارې نېشاپور ته لاړ؛ ځکه هلته شاهرُخ میرزا بغاوت کړی و، نو هغه یې ايل کړ او دا شرط یې پرې کېښود، چې سِکه او خطبه به د احمدشاه بابا په نوم وي او همداشان تربت جام، تربت حیدری، بافزون، خواف او نور څو ولایتونه به په افغانستان پورې تړي او دوهم ځل بابا بیا مشهد ته لاړ او له نادر سره یې مقابله وکړه، خو هغه تسلیم شو. شاهرُخ میرزا هم خپله لور ګوهرشاد د بابا زوی تیمورشاه ته په نکاح کړه.
په ۱۱۸۱هـ ق کې وزیر شاه ولي خان د بلخ او بدخشان لور ته واستول شو، په دې مهال د بخارا حکمران شاه مراد د افغانستان په شمالي سیمو کې خلک بغاوت ته وهڅول، نو وزیر شاه ولي خان هم جګړې ته چمتو شو، ولې د بخارا علماوو د روغې جوړې وړاندیز وکړ، چې وزیر هم ومانه، روغه وشوه او نوموړي وزیر خرقه شریفه کندهار ته راوړه، چې لا تراوسه په کندهار کې ده.
احمدشاه بابا د معاصر افغانستان بنسټ کېښود او پیاوړي او نه لړزېدونکی حکومت یې جوړ کړ، چې د ده ځایناستي تیمور شاه بابا په ارامه ارامي هغه وساته، ولې د بابا لمسي شاه زمان خان پر مهال د دښمنانو په لمسون ګدوډۍ جوړې او د ګران هېواد له وجوده ځينې برخې پرې شوې.

ساجد الله عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *