افغانستان

د ریاست الوزراء کفیل: د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزې ته باید جدي پاملرنه وشي

مولوي عبدالکبیر د چاپيريال ساتنې د ادارې له عمومي رييس سره په کتنه کې وويل: د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي او له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره پلان جوړول يوه مهمه موضوع ده او بايد په دې برخه کې جدي پاملرنه وشي.
د ریاست الوزراء مطبوعاتي تیره ورځ د یوې خبرپانې په خپرولو سره وویل چې، د رياست الوزراء سياسي مرستيال او كفيل محترم مولوي عبدالکبیر د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئیس سره وکتل.د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئیس حافظ عزیز الرحمن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د چاپیریال ساتنې په برخه کې د کاري زمینو په رامنځته کولو خبرې وکړې.نوموړي زیاته کړه، دوی د نړیوالو بنسټونو مرستې ته اړتیا لري، څو وکولای شي د چاپیریال ساتنې په برخه کې پلان شوې پروژې پلي او د اقلیمي بدلونونو له امله د چاپیریال د تخریب مخنیوی وکړي.
مولوي عبدالکبیر وویل، د ادارو تر منځ همغږي د کار د موثریت لپاره مهم دي او دغې برخې ته دې پام وشي.
هغه په هېواد کې د اقلیمي بدلونونو له امله د چاپیریال او هوا ککړتیا د مخنیوي موضوع جدي وبلله او په دغه برخه کې یې د اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو هڅې او مرستې مهمې وبللې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *