افغانستان

لغمان:د پاسپورټ آمريت ۶۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

شریعت: د لغمان د پاسپورټ آمریت په تېر ١٤٠١ لمریز کال کې ۶۲ میلیونه ٢٧٠ زره او ۶۷۵ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د لغمان د پاسپورټ آمریت مسوولین وایي، چې د تېر ۱۴۰۱ کال د وري له میاشتې د کب تر ورستیو پورې یې ۶۲ میلیونه، ٢٧٠ زره ۶۷۵ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د مسوولینو په خبره، یادی ادارې په دغه موده کې ۱۳ زره ۵۵۸ پاسپورټونه وېشلې، چې له درکه یې ۶۲ میلیونه، ٢٧٠ زره ۶۷۵ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته جمع شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *