افغانستان

د دفاع وزارت مرستيال: اړوند مسؤلين دې د صفونو تصفيې ته ډېره پاملرنه وکړي

د دفاع وزارت مرستيال ملا محمد فاضل مظلوم په کندهار کې د صفونو د تصفيې په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې اړوند مسوولين دې د صفونو تصفيې ته ډېره پاملرنه وکړي.
په دغه غونډه کې مظلوم د زابل، هلمند، روزګان او دایکنډي ولایتونو والیانو او نورو مسوولینو ته وویل، چې د امنیت لا ټینګښت او د صفونو تصفیې ته پوره پاملرنه وکړي او تر لاس لاندې ټولو کسانو ته د دندو د ښه ترسره کېدو په برخه کې زده‌ کړې ورکړي.
په یاده غونډه کې د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک ترڅنګ، د هلمند، زابل، روزګان او دایکنډي ولایتونو والیانو د امنیت او د صفونو د تصفیې په برخه کې راپورونه شریک کړل او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د صفونو تصفیې ته پوره پاملرنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *