افغانستان
له غیر مسؤلو کسانو د نظامي تجهیزاتو راټولولو بهیر پيل شو
شريعت: د ملي فاع وزارت له غير مسؤلو کسانو څخه په سلګونه نظامي موټر راټول کړي دي.
د دغه وزارت ویاند وایي
چې تر اوسه په څو ولایتونو کې له نامسوولو کسانو نه سلګونه موټر راټول کړای شوي دي. بل خوا، د دفاع وزارت ویاند وایي، چې له نامسوولو کسانو نه د وسلو د راټولولو بهیر هم پیل شوی دی.
ورته مهال د نظامي چارو شنونکي د دغه بهیر هرکلی کوي او د نظامي موټرو او دولتي وسلو راټولول د جنایي جرمونو د کمېدو لپاره مهم بولي.
له هېواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرس ته راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکا د اوه مېلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات پاتې دي.