افغانستان

لوګر کې ۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

شریعت: د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د «اچ آر ډي اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د مرکز پل علم په ګډون د محمد آغې او خروار ولسواليو ۱۰۰ تنو هغومېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسئولیت ور تر غاړې دې د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار د چرګانو واړه فارمونه جوړ
شوي دي.
دلوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په خبره هرې ګټي اخیستونکې ته ۲۰ قطعې کورني چرګان، د چرګانو خوراکه او اړونده توکي ورکړل شوي دي.
د لوګر ولایت دکرنې ریاست چارواکو وویل، چې د چرګانو د ورکړې موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه برابره شي؛ د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو تطبیق او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *