افغانستانمرکې

د بهرنیو چارو وزارت ویاند: افغانستان کې هېڅ وسله واله ډله شتون نه لري

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي پنجشنبه (د مرغومي ۲۶مه) اسلام اباد ته په سفر تللی او هلته یې د پاکستان له چارواکو سره کتلي دي.
قمي په اسلام اباد کې له ایراني خبري شبکې ایرنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، سره له دې چې امریکا په افغانستان کې شرمناکه ماتې خوړلې خو لا هم د دغه هېواد د نا امنه کېدو لپاره له ترهرګریزو وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول داعش څخه ملاتړ کوي.
د هغه په وینا، امریکا د افغانستان نا امنه ساتلو ته لومړیتوب ورکوي او د دې کار لپاره په غیر مستقیم ډول هلته ښکلېله ده. قمي زیاته کړې: «د تروریزم پدیدې، په ځانګړي ډول د داعش ډله، د امریکا پیداوار دی چې د افغانستان د امن له منځه وړو لپاره یې ملاتړ کوي».
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د داعش وسله والې ډلې شتون په کلکه رد کړ.
د دغه وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد په دې اړه شریعت ورځپاڼې ته وویل، چې اوس مهال په افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله حقیقي شتون نه لري.
هغه زیاته کړې: « افغانستان اوس یو خپلواک اسلامي نظام لري او د هیواد په ټوله جغرافیه حاکمیت لري، چې په وړاندي یې هیڅ وسلواله ډله حقیقي شتون نلري، له تیرو دوه کلونو را په دېخوا داعش سره اغېزمنه مبارزه شوې او یاده ډله لمنځه وړل شوې ده». د سیمې له وضعیت څخه باخبره څېرې، په افغانستان کې د امریکا د لاسوهنې او د بې ثباتۍ سیاست مخکې وړو په تړاو د ایران د ځانګړي استازي څرګندونې که څه هم مغرضانه بولي خو ورته مهال د امریکا له لوري د کابل د ناامنه کولو په خبره کې له قمي سره یوه خوله دي.
د سیاسي چارو شنونکي فضل الرحمن اوریا شریعت ورځپاڼې ته وویل: «په دې کې شک نشته چې ایران ستراتېژیکي موخې د افغانستان په اړه دوستانه نه دي او نه یې په اړه نېک نظر لري خو دا هم یو بشپړ واقعیت دی، چې افغانستان ته داعش د امریکا او د ده د متحدینو لخوا په استخباراتي شکل داخلېږي او په دغه هېواد کې ترور ترسره کوي».
د نوموړي په وینا، خو د افغانستان حکومت په ټول ځواک داعش داسې ځپلی چې دلته ور ته فعالیت کول سخت دي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه او سیاسي شنونکی عبدالحی قانت په دې نظر دی، چې که امریکا په افغانستان کې د ثبات پلوې وي نو په کار ده چې په دغه هېواد کې خپل ډيپلوماټیک ادرسونه پرانېزي.
هغه وویل: «که دوی ثبات غواړي نو د ثبات لاره خو دا ده، چې خپل ډيپلوماټیک چنلونه او سفارت په افغانستان کې خلاص کړي، که نه نو طبعاً دا احساسېږي چې ثبات نه غواړي».
یو بل سیاسي شنونکي عبدالجمیل شیراني هم د حسن کاظمي قمي د خبرو په تائید وویل، امریکا په افغانستان کې له سختې ماتې وروسته د دوحې تړون خلاف لا هم غواړي، چې د ایران او د ایران په څېر نور هغو هېوادونو چې دوی ورسره مشکل لري، د ګواښ لپاره دلته له وسله والو ډلو په ځانګړي ډول داعش څخه ملاتړ وکړي.
د یاودلو وړ ده، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي اسلام اباد ته خپل سفر ګټور بللی او ویلي یې دي، چې هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د حالاتو د ښه کېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
هغه ویلي، چې تهران او اسلام آباد د کابل د حالاتو د ښه کولو په موخه له کابل سره د خبرو اترو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي.
د سیمې وضعیت څارونکي عبدالحی قانت په دې اړه شریعت ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې اسلام اباد ته د قمي د سفر همهاله په کابل کې د ایران سفیر د چین له سفیر او په روسیه کې ایراني سفیر هم د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
د ده په باور، ایران هڅه کوي چې د امریکا له لوري د افغانستان د یو طرف ته ساتلو او منزوي کولو لپاره د نړیوالې اجماع رابللو پر وړاندې د سیمه اییزو هېوادونو یوه اجماع رامنځه ته کړي.
ښاغلي قانت د ایران دغې هڅې ته خوشبیني وښوده او ویې ویل، چې د افغانستان د سیاسي قضیې په اړه به د سیمې د هېوادونو موقف د غربي او غرب پلوه هېوادونو په څېر نه وي، بلکې دا به تر ډېره د سیمې خپلواکه او د امریکا له تاثیر ازاده اجماع وي.
کاظمي قمي ټینګار کړی، د سیمې او ګاونډي هېوادونه دې په افغانستان کې له شل کلن اشغال وروسته له رامنځته شوي فرصت څخه د پیوستون لپاره ګټه واخلي او په دغه هېواد کې دې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ودې او رفاه لپاره مرسته وکړي. د هغه په باور ځکه چې د افغانستان هر ډول وضعیت نېغ په نېغه د سیمې په هېوادونو تاثیر لري. نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *