ملا عبدالغني برادر : له سوالګرو سره د اسلامي امارت مرستې دوام لري
شریعت: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري پر 2000 سوالګرو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
نوموړي په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال د سوالګرو راټولولو پروسه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت ته د ولس او په تیره بیا د بې وزلو هېوادوالو لاسنیوی مهم دی.
په همدې خاطر اسلامي امارت د افغانستان د پرمختګ او د خلکو د اقتصادي ستونزو د هواري له پاره هڅې کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې د سوالګرو راټولولو کمېټه به خپل کار ته دوام ورکړي او په راټولو شویو مستحقو سوالګرو به د مرستو د وېش لړۍ هم دوام ولري.
محترم ملا صاحب پر مرستندویه ټولنو او ملي سوداګرو غږ وکړ چې د افغانستان د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي او له هغوی څخه خپلې مرستې ونه سپموي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له بې وزلو هېوادوالو او په تېره بیا له کابل ښار څخه د راټولو شویو مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له لوري د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.