افغانستاناقتصاد او رغونه

د حیرتان ګمرک په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

شریعت: له حيرتان ګمرک سږ کال ۱۱ ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوي.
د بلخ ولایت د حیرتان د ګمرک چارواکي وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې څه باندې ۱۱ میلیارده افغانۍ عواید د ګمرګ له لارې ترلاسه کړې دي چې ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د حیرتان د ګمرک ریاست مسؤلین وايي چې د دې عوایدو ډېره برخه د وارداتو له لارې لاسته راغلې ده. د مسؤلینو په وینا دغه اداره هڅه کوي چې په روان
هجري لمریز کال کې د عادي فعالیتونو د ترسره کولو ترڅنګ ملي سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي. د حیرتان ګمرک ریاست نږدې ۳۵۰ کارکوونکي لري، چې په دغه بندر کې د صادراتو او وارداتو او ترانزېټ په پرخه کې کار کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *