افغانستان

مهاجر فراهی: د رسنیو د سرغړونې پوښتنه یوازې د اطلاعاتو او کلتور وزارت حق دی

‏ د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په ټول هېواد کې خبریالانو ته د خوندیتوب کارتونو د وېش لړۍ پیل شوې او دا لړۍ لا هم په ګړندۍ توګه روانه ده.
د دې وزارت د نشراتو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي ویلي، د دغو کارتونو د وېش له پیله زیات شمېر خبریالانو دغه کارتونه ترلاسه کړي دي. ښاغلي فراهي خبریالانو ته د دغو کارتونو د ورکړې موخه د هویت تثبیت او د هغوی پر وړاندې د امنیتي ستونزو مخنیوی یاد کړی دی. د نوموړي په خبره، د رسنيزو سرغړونو په صورت يوازې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پوښتنې حق لري او نور څوک یې باید په چارو کې مستقیمه لاسوهنه ونه کړي.
ښاغلي فراهي له رسنيو غوښتي، چې داسې څه دې نه خپروي، چې د خلکو ذهنونو ته زيان ورسوي. دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د خبریالانو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه شوې او د اسلامي امارت مسؤلینو په هر حالت کې د خبریالانو په خوندیتوب ټینګار کړی
دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button