افغانستان

۶۵۰ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ارزګان، ننګرهار، بدخشان او هرات ولایتونو کې ۶۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې. یاد وزارت ویلي، له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د اړول شویو کوکنارو له ډلې ۶۲۶ جریبه په ارزګان، ۲۳ جریبه ننګرهار،۲۰ جریبه په بدخشان او یوشمېر نور په هرات کې له منځه وړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو شپه او ورځ نه ستړي کېدونکو هڅو سره په هېواد کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او پلور کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *