افغانستان

پروان کې نږدې ۳۰۰ پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د پروان ولایت په جبل السراج او سیدخېلو ولسوالیو کې د څه دپاسه ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۷۱ بېلابېلې پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملامحمد یونس اخندزاده ویلي، چې دغه پروژې یې د خلکو لومړیتوبونو، اړتیا او د هغوی له خوښې سره سمې پلي کړې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې به هم د ولسونو له اړتیا او لومړیتوبونو سره سمې پروژې پلي کړي. په دغو پروژو کې د کانکرېټي سړکونو جوړول، د کلیوالي سړکونو جغل اچول، د څښاک پاکو اوبو څاه ګانو کېندل، د کرنیزو اوبو کانالونه، پلونو او محافظوي دېوالونو جوړول شامل دي. یاد وزارت ویلي، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره په یادو برخو کې د نوموړیو ولسوالیو د اوسېدونکو شته ستونزې هوارې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *