افغانستان

په ټول هېواد کې د تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوی شوی

په افغانستان کې د یونسکو سازمان فرهنګي مشر برانډن کاسار د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور له مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه سازمان د بامیانو ستراتژیک پلان د عملي کېدو لپاره د ضهاک، غلغله، کړک او ډېرو نورو تاریخي سیمو سروې پای ته رسولې او د غور جام منار لپاره به هم ډیر ژر د استحکام تر څنګ د مېلمستون او کېبلې برج چارې پیل کړي. ورته مهال دې لیدنه کې مولوي عتیق الله عزیزي د یونسکو له فرهنګي مشر څخه غوښتي، چې د هغه تاریخي ابداتو او لرغونو سیمو د استحکام او ساتنې برخه کې مرسته وکړي، چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي. ښاغلي عزیزي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *