افغانستان

میدان وردګو کې ٢٩ کانالونه پاکېږي

د میدان وردګو د کلیو، بيارغونې پراختیا ریاست په چوکاټ کې نړیوال بانک په مالي ملاتړ په مرکز ميدان ښار او جلرېز ولسوالۍ کې د ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۹ کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.
د یادو کانالونو د چارو د پیل په مراسمو کې د اکتېد پلې کوونکې موسسې ولایتي مسؤل انجنیر بشير احمد اوریا خېل وویل، چې په مرکز ميدان ښار او جلرېز ولسوالۍ کې د ۱۰۸ کیلو متره کانال پاکولو سره به ۲ زره ۱۸۸کسانو ته د کار زمینه برابره شي او سلګونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.
په همدې حال کې یادو سیمو اوسېدونکو د دغه پروژې په پیل خوښي وښوده او د نورو پراختيايي پروژو د پلې کولو غوښتنه یې وکړه.
ورته مهال د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي وحیدالله راشد وویل، چې اسلامي امارت هڅه کوي خپل ولس ته ریښتینی کار وکړي تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او په راتلونکي کې یې د یادې ولسوالۍ له خلکو سره د اوږدمهاله او بنیادي پروژو د جوړولو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۴ کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button