افغانستان
محمد نبي د سرطان روغتون جوړوي
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو او د کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره د یو مجهز روغتون پر جوړولو بحث او
خبرې کړې دي. محمد نبي ویلي، چې د دې روغتون له جوړولو سره به نور سرطاني ناروغان اړتیا پیدا نهکړي، چې د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي. د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د محمد نبي له نېک احساس مننه کړې او په دې برخه کې یې له نوموړي سره د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ. د یادونې ده، چې په افغانستان کې د محمد نبي فاوندېشن د سرطاني ناروغیو روغتون د کورنیو او بهرنیو سوداګرو، پانګهوالو او عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او همکارۍ جوړېږي.