افغانستان

د چین سفارت: افغانان دې د ویزو لپاره چاته پیسې نه ورکوي

په افغانستان کې د چین لوی سفارت وایي، هغه افغانان، چې غواړي چین ته سفر وکړي، نو د دوی لپاره د سفارت په وېب پاڼه کې د انلاین نوم لیکنې خدمتونه فعال دي. د سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سفارت آنلایند ویزې د ملاقات سیسټم د چین د ویزې غوښتونکو لپاره پرته له کوم فیس په وړیا ډول خلاص دی او ویزه اخیستونکي اړ نه دي، چې د فورم د ډکولو، ملاقات او یا ویزو اخیستو لپاره کوم دریمګړي ته پیسې ورکړي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې سفارت به هېڅکله د ویزې د ټاکلو وخت لغوه نه کړي او نه هم کومې منځګړې ادارې ته اجازه ورکوي، چې د ویزې غوښتونکو سره د ویزې د غوښتنلیکونو په ډکولو، آنلاین ملاقاتونو ترلاسه کولو یا سفارت ته د اسنادو په سپارلو کې مرسته وکړي. نو ددې لپاره چې له چل او فریب څخه مخنیوی وشي، سپارښتنه کیږي، چې د ویزې غوښتونکي په سمه توګه د غوښتنلیک فورمه ډکه کړي، آنلاین د ملاقات وخت وټاکي او د “چین ویزې غوښتنلیک لپاره له لارښوونې” سره سم اړین اسناد وسپاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *