افغانستان
ننګرهار کې سلګونه جريبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه
شریعت: د ننګرهار درونټې بند د اوبو د کاسې اړوند٧٠٠ جريبه ځمکه له غصب خلاصه او دوو شرکتونو
شریعت: د ننګرهار درونټې بند د اوبو د کاسې اړوند٧٠٠ جريبه ځمکه له غصب خلاصه او دوو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوه.
د ننګرهار برېښنا رئيس مولوي جان محمد انقلابي وویل، چې دغه ځمکه دوو شرکتونو ته د کرکيلې په موخه ورکړل شوه، چې هر کال به ترې ٢.٥ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شي.
د یادونې وړ ده، چې د درونټې بند د کاسې اړوند سلګونه جريبه ځمکه پخوا د ځینو خلکو له لوري غصب شوې وه، چې د اسلامي امارت په هڅو له غصب خلاصه شوه.