افغانستان
لوګر کې د اوبو رسولو د ٤ پروژو تړون لاسلیک شو
شریعت: لوګر کې د کلیو، بيارغونې او پراختیا ریاست او پراختیایي شوراګانو ترمنځ د څه باندې ٢٩ ميليونو افغانيو
شریعت: لوګر کې د کلیو، بيارغونې او پراختیا ریاست او پراختیایي شوراګانو ترمنځ د څه باندې ٢٩ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د ٤ پروژو د رغولو تړون لاسلیک شو.
د لوګر د کلیو، بيارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نائب خېل وویل، چې په دغو پروژو کې ٢ شبکې په بابوس او غیرت آباد سیمو کې، یوه شبکه د خروار ولسوالۍ په طاوس سیمه کې او یوه پروژه هم د زرغون شهر ولسوالۍ په دهمنکه سيمه کې پلي کېږي. نوموړي زياته کړه ، چې دغه پروژې د یونیسف په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې پر مټ به یې ١٧٠٠ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.